راستنوشویو کډوالو ته د کابل په شمال کې لنډمهالی پنډغالی جوړ شو
عزم(دوشنبه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲): راپورونه وایي چې د ریاست الوزرا د ځانکړي امر له مخې د کابل په شمال کې له پاکستان څخه د راکډه شوو افغانانو لپاره یو لنډمهالی پنډغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. خبر وایي چې دا موقتي کمپ د کابل په شمالي ترمېنل کې د یوه لنډ وخت لپاره جوړ شوی.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه کمپ کې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو، د څښاک اوبه او لومړني درملو تابیه نیول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د ستنونې لړۍ لا هم همغسې په تېزۍ روانه ساتلې ده.
یاده کوو چې له دې وړاندې د افغان کډوالو لپاره په ننګرهار او کندهار کې هم لنډمهالي پنډغالي جوړ شوي وو.