دغه خوراکونه دوهم ځلې مه ګرموئ!(یوه تجربه)

تېره ورځ د یو پخواني ملګري کور ته ورغلم او غرمې مهال یې ډوډۍ راوړه. چې کله مې خوراک پيل کړو نو د خوند یې بل ډؤل و. فکر مې وکړ چې کېدای شي کوم خاص دارو یا بل څه یې پکې ګډ کړي وي. بېله دا چې توجه د خوراک ذایقې ته وکړم. د خپل اشتها قدر مې خوراک وکړ. له سترخان ټولېدو وروسته یې چایي راوړې او دوهم ځلې مجلس او بانډار شروع شو. د خبرو په جریان کې پوښتنه ورڅخه ورکړه چې نن دې د خوراک خوند بل ډؤل و. دا دې له هوټله راغوښتی و که همدلته مو پخ کړي وو.
ملګري مې راته غبرګه کړه چې یا – نه مې له هوټله راغوښتی و او نه مو نن پخ کړي وو. دا د پرون پخ کړی دیګ و چې نن بیا ګړم او نوش جان کړ. د علت پوښتنه مې ورڅخه وکړه، ویل یې چې په کور کې اولادونه ډېر دي او میرمن مې اوزګاره نه ده چې هر وقت ډوډي او خوراک پاخه کړي، نوځکه په دوو ورځو کې ډوډۍ پخوي او دیګ هم کله په ورځ کې یو ځل او کله بیا یوه نه بله ورځ کوي. ملګري زیاته کړه چې اوس خو هوا سړه ده او خوراک نه خرابیږي.
له هغه ورځې وروسته ما هم د ملګري څخه د اوږدې مودې په نیت د خدای په امانی واخیست!
وروسته مې بیا دغه موضوع ته فکر وکړ او په هکله مې پلټنه وکړه. د پلټنو په ترڅ کې راته دغه معلومات لاسته راغلل چې ستاسو سره یې هم شریکوم:
ځینې خوراکونه که دوهم ځلې ګرم شي نو خپل هغه حالت چې مخکې لري که لاسه ورکوي او کیدای شي مضر هم وي.
یو له هغه خوراکونو څخه چې باید له دوهم ځلې ګرمېدو څخه یې ډډه وشي، وریجي دي. او که بیا هم دوهم ځلې یې ګرموی نو باید ژر او ښه ګرم شي.
بل خوراک چې باید له دوهم ځلې ګرمولو څخه یې ډډه وشي ، چرګ دی. او که دوهم ځلې ګرموی نو باید بشپړ ګرم کړل شي تر هغو چې تاسو اطمینان حاصل کړی چې ۷۰ یا ۸۰ درجې سانتیګراد ګرم شوی دی.
سابه، کچالو او هګی هم له هغه خوراکونو څخه دي چې باید له ګرمولو څخه یې ډډه وشي.