فاریاب او جوزجان کې طالبانو ته ۲۲ پولیس او اربکیان تسلیم شوي

د فاریاب ولایت نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د شلګ لو ، تاش مقلي او بزغاله سیمو کې ۱۵ تنه اربکیان طالبانوته تسلیم شوي .
طالبانو په خپل ویب پاڼه د یادو کسانو نومونه هم ور کړي دي .
د تسلیم شویو کسانو نومونه ، مغل ولد جمال ، شیراغا ولد مدیر ، نور اغا ولد مدیر ، ګل اغا ولد مدیر، اسرائیل ولد محی الدین ، ګلخان ولد جمال ، نوري ولد سرور ، ثمرګل ولد حاجي نداء ، معاذالدین ولد حاجي احمدبای ، اغا ولد حاجي متو ، ذالخان ولد حاجي زرین ، باران ولد حاجي زرین ، جنت ګل ولد عسل ، برهان الدین ولد حاجي احمدبای .
د جوز جان په قوشتیپه ولسولۍ کې هم ۷ تنه پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي .
د یادې ولسوالۍ اړوند د شیربیګ کلي ۳ تنه پولیس، ۴ تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي

طالبان وایي ، یاد پولیس او اربکیان د حقائقو په درک کولو، د اسلامي امارت د دعوت اوارشاد او ځایي مجاهدینو په هلوځلو سره د دښمن له لیکو نه رابیل او له مجاهدینوسره یوځای شول.
په تسلیم شویوکې ۳ تنه پولیس( محمدشریف د عبدالوهاب زوی، شکرالله د عبدالکریم زوی، صبغت الله د نورالحق زوی ) او۴ تنه اربکیان ( رمضان د ګل محمدزوی، خدایداد د ضیاء الدین زوی،محمدیار د نیک محمد زوی اونقیب الله د حاجي نیک محمد زوی )شامل دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې ۱۷ تنه اربکیان او عسکر طالبانو سره یوځای شوي وه .
هر وخت له مختلفو ولایتو نو خبرونه ور کول کیږي چې ګڼ شمېر پولیس او اربکیان د کابل له ادارې رابېل او طالبانو سره یو ځای کیږي خو چارواکې په دې اړه رسنیو ته څه نه وایي .
اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button