حفتر ته به ”نه هېرېدونکی درس“ ورکړو – اردوغان

عزم (سه شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۸): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي که د حفتر ملېشې د ليبیا پر دولت باندې برید وکړي، ”نه هېرېدونکی درس“ به ورکړي.
اردوغان دا څرګندونې په مسکو کې د لیبیا د ملي وفاق دولت د لومړي وزیر، فیض السراج، او د دې هېواد د خودخوانده حکومت د مشر، جنرال حفتر، تر غیرمستقیمي لیدنې یوه ورځ وروسته کړې دي.
د مسکو تر غونډې وړاندې د السراج او حفتر دواړو لورو پر اوربند هوکړه کړې وه خو وروسته یوازې السراج پر پرېکړه لیک لاسلیک وکړ او حفتر له لاسلیک پرته مسکو پرېښود. اردوغان ویلي چې حفتر ”تښتېدلی“ دی.
بلخوا، روسۍ رسنۍ وايي نوموړي غوښتنه کړې وه چې د اوربند د تصمیم په اړه د فکر لپاره دې دوې ورځې وخت ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، د حفتر او السراج د غونډې ملاتړې ترکیې او روسیې حفتر د پلازمېنې د نیولو له عملیاتو لاس پر سر کېدو ته قانع نه کړ.
جنرال حفتر له تیرې اپرېل میاشتې راهیسې د پلازمېنې طرابلس د نیولو په موخه عملیات پیل کړي دي.
د حفتر ځواکونه، چې ځان ملي پوځ بولي، د مصر، اردن، روسیې او متحده عرب اماراتو ملاتړ له ځان سره لري. د ملي وفاق دولت بیا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی، او ترکیه یې هم له ملاتړو هېوادونو ده.
په دې وروستیو کې ترکي پارلمان لیبیا ته د ځواکونو لیږل کېدل تصویب کړل. اردوغان ویلي، که دوی په لیبیا کې مداخله نه وه کړې، حفتر به ټول هېواد نیولی و.