طالبان: بهرنیان د کابل رژیم پالنه کوي؛ خو کنترولوي یې نه

عزم(پنجشنبه،۲۵مرغومی ۱۳۹۹): طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې د نیمروز هغې پیښې ته کتنه کړې چې تیره اونۍ په کې د یوه هوایي برید پر مهال د میرمنو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شاوخوا ۱۸کسان د طالبانو تر نامه لاندې په نښه او ځای پرځای شهیدان شول، چې وروسته بیا د فرانسې او اروپایي ټولنې لخوا تر غندلو وروسته پرې ارګ هم خواشیني ښکاره کړه
طالبانو ویلي دي چې: «له دې پیښې نه څرګنده شوه چې که په افغانستان کې هره بشري فاجعه د رژیم چارواکي ترسره کوي، د بهرنیو بادارانو په مټ یې ترسره کوي، نو که هغوی ږغ ورباندي اوچت کړي، بیا به د رژیم چارواکي هیڅکله د دومره څرګندو بشري جنایاتو جرأت ونکړي»

دغه برید چې لومړیو کې د ملي دفاع وزارت او د نیمروز والي ټول وژل شوي ملکیان وسلوال طالبان وبلل او د دفاع وزارت په ټینګار سره وویل چې “دوی د طالبانو نظامي غونډه بمبار کړې، ۹پاکستاني جنرالان او ۵ طالبان یې وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي.”؛ خو د فرانسې او اروپایي ټولنې له پیغامونو وروسته اشرف غني هم پر دې پیښه خواشیني څرګنده کړه او د پلټنو امر یې وکړ؛ په داسې حال کې چې تر دې څه موده وړاندې د کندهار په ارغنداب کې د یوې کورنۍ د ۱۱غړو پر وژنه او د هوایي بریدونو له امله نورو رامنځته شویو ملکي قتل عامونو باندې چې بهرنیانو نه وه غندلي، د کابل حکومت هیڅ کوم چارواکي خپله چوپتیا نه وه ماته کړې.
طالبانو دې ته په غبرګون کې ویلي«دا ښیي، لکه څنګه چې د ارګ چارواکي برملا اعلانونه کوي چې د دوی دنده د واشنګټن او نیویارک ساتنه ده؛ په افتخار سره وایی چې د امریکایانو د حفاظت لپاره یې خپل څلویښت زره عسکر او لسګونه زره عام هیوادوال قرباني کړي.همداسي یې عملًا ثابته کړې هم ده، چې د ولس عام وژنه د یوه میږي حیثیت هم نه ورته لري، خو که کله یې بهرني بادران پر یوه نیمه پیښه خپل د نظر څرګند کړي، بیا نو له اشرف غني، نظامي، او ملکي چارواکو نیولې تر رسنیو، پارلمان او بشري حقونو کمیسون ټول خوله چوله کوي او په ډاډ سره وایی چې دا جنایت دوی کړی»

طالبانو د افغان عسکرو لخوا د ملکي تلفاتو د اوښتو په برخه کې لوی مسؤلیت پر بهرنيانو هم ور اړولی چې ګواکې د هغوی د چوپتیا له امله، کابل حکومت په ډاګیزه توګه خپل ولس وژني «څومره چې د کابل رژیم مستقیماً د افغان ولس په عام وژنه کې لاس لري، همدومره یې بهرني باداران هم د خپلو ګوډاګیانو د نه کنټرول او بي پروایی له امله په همدې جنایاتو کې ورسره شریک دي. ګویا د ملکي تلفاتو اصلی عاملین هغه ځواکمن نړیوال قوتونه دي، چې د کابل رژیم پالنه کوي خو کنټرولوي یې نه»

تر اوسه کابل حکومت او نړیوالو د طالبانو دې ادعا ته کوم غبرګون نه ده ښوودلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button