اترا له جوازپاڼې او د ایمي له تایید پرته د ګرځنده موبایلونو سیټونو واردات بند کړل

عزم(یکشنبه، ۲۶، سلواغه ۱۳۹۹): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) هېواد ته د اترا ادارې له جوازپاڼې او د IMEI له تایید پرته د موبایل سیټونو واردات بند کړي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د پرېکړې پر بنسټ له دې وروسته د موبایل سیټونو ټول واردوونکي مکلف دي چې د اترا ادارې جوازپاڼه، د اړوندې موبایل کمپنۍ د تولیداتو د معیار او د IMEI د تایید سند ولري.
«د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د ۱۳۹۹ کال د بورډ ۵۴مه جلسه کې د حقوق او جواز ریاست د ۹۴ شمېرې وړاندیز په تړاو پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې د مخابراتي وسایلو د تورید په جوازنامو کې د موبایل سیټونو د وارداتو موضوع هم شامله شي، څو هېواد ته د بې کیفیته، کاپي شویو او جعلي (IMEI) موبایلونو د وارداتو مخه ونیول شي. بورډ همدا راز د حقوق او جواز ریاست ته هدایت ورکړ چې پرېکړه د موبایل سیټونو واردوونکو، ملي سوداګرو، د مالیې وزارت، سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، لویې څارنوالۍ، ځمکنیو او د هوايي ډګرونو ګمرکونو، د قانون ساتونکو ادارو او نورو زیربطو ارګانونو ته ابلاغ کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره دا ګام د ورکو شویو مبایلونو د استفادې د مخنیوي طرزالعمل د ښه تطبیق په موخه اخلي چې ورسره به د موبایلونو د غلا، امنیتي پېښو او د جرمونو مخنیوي تر څنګ د جعلي IMEI لرونکو سیټونو له کبله هېوادوالو ته د پېښېدونکو صحي او امنیتي ستونزو کچه راټیټه شي.
«د پرېکړې په اساس به د هېواد په ګمرکونو کې له دې وروسته یوازې هغه وارد شوي مبایل سیټونه تشریح کېږي او بازار کې د پلور اجازه به ولري چې واردوونکی یې د اترا ادارې د مخابراتي توکو د تورید جوازنامه او همدا راز د تورید شویو موبایلو د اړوندو کمپنیو د IMEI کوډ او د معیاري کیفیت تصدیق ولري.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېوادوالو د موبایلونو د غلا د پېښو مخنیوي تر څنګ د هغوی د ژوند، شخصي حریم، ډېټا د خوندیتوب په موخه د د ورکو شویو مبایلونو د استفادې د مخنیوي طرزالعمل د تطبیق په موخه جدي اقدامات پيل کړي او په دې برخه کې د ټولو تخنیکي ستونزو په له منځه وړلو سره به ذکر شوی طرزالعمل ډېر ژر د تطبیق نوې مرحلې ته داخل شي.
یاده اداره دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د موبایلونو ثبت قانون نه وو او د همدې تشې څخه په ګټه اخیستنې له خلکو ګڼ موبایلونه غلا شول او ان ځینې خلک په یوه موبایل هم ووژل شول.