د شینډنډ د جګړې حقیقت

لیکوال: نوید أحمد

له څو ورځو راهیسې به رسنیو کې دا خبره کیږي چې د هرات ولایت د شینډنډ په زیرکوه سیمه کې د طالبانو تر منځ خپل منځي نښته روانه ده، خو دا چې دا پیښه څرنګه رامنځته شوې؟ ولې رامنځته؟ چا تجاوز کړی؟ او اوسنی وضعیت څه دی ؟ په دې اړه تراوسه  کره او پوره معلومات رسنیو ته نه دې راوتلي. په لاندې لیکنه کې هڅه کوو چې یوازې واقعیت ته په کتلو سره دا پیښه راوسپړو تر څو یي په اړه د شکمنو خبرو او بې مورده ګنګوسو مخه ډب شي.

کومندان امان الله نیکزاد چې د شینډنډ د زیرکوه سیمې اوسیدونکی و د تنظیمي جګړو له وخته په دې سیمه کې یو پیژندل شوی قومندان او جګړه کوونکی مشر بلل کیده چې په ۲۰۰۶ م کال کې د همدې سیمې له یوه بل کومندان سره په جګړه کې ووژل شو، د نوموړي  له وژل کېدو وروسته یي زوی رازمحمد چې په ننګیالي مشهور دی د محلي خلکو لخوا له دې شرط سره د پلار په ځای مشر وټاکل شو چې د طالبانو د اسلامي امارت  ملګرتیا به کوي ،جهاد به کوي او د امارت ټولو اصولو ته  به پوره اطاعت کوي.

راز محمد ننګیالی له هماغه وخته که څه هم ظاهرا د طالبانو ملاتړی بلل کیده، مګر عملا بشپړ خپلواک و او د خپلو پخوانیو جګړه مارو افرادو په توسط یي چې څه کولای شوای هغه یي کول،کله چې شینډنډ د خارجی عسکرو ، دولتي ځواکونو او محلي  اربکیانو د حملو په پای کې د طالبانو له واکه ووت ننګیالی هم پاکستان ته لاړ، خو کله چې څه موده وړاندې  طالبانو د زیرکوه اربکیان وټکول او تقریبا ټول کلي یي بیرته ترې ونیول ننګیالی یو ځل بیا خپلې سیمې ته راستون شو او خپله دودیزه قومنداني یي پیل کړه.

په دې وخت کې ننګیالي په خپلو افرادو سربیره، ګڼ شمیر پخواني اربکیان، د دولت تسلیم شوي افراد او د هرات په سطح د غلا او اختطاف په جرمونو ککړ افراد هم له ځان سره ملګري کړل او یو ځل بیا یي لویه ډله جوړه کړه، ننګیالي دغه وخت که له یوې خوا ځان مجاهد باله او سپین بیرغ یي هم د خپل نښان په حیث  کاراوو خو په عمل کې یي د طالبانو اوامرو او اصولو ته اعتنا نه کوله،مثلا داسې څو ځله پیښ شوي چې په ننګیالي او کسانو یي د قتل، غلا او اختطاف دعوې شوي د طالبانو محکمې نوموړی  جلب کړی، خو کله چې ورته د جلب لپاره کسان ورغلي ده ویلي چې زه خپله امیر کبیر یم او د هیچا محکمې ته نه حاضریږم،د ننګیالي له مظالمو او جرمونو څخه محلي خلک او د طالبانو ځایي مسؤلین سخت په عذاب شول او د طالبانو مشرتابه ته یې بیا بیا د نوموړي په خلاف د اقدام پیشنهاد وکړ، خو د طالبانو مشرتابه چې له امریکایانو او حکومتی چارواکو سره په جګړه بوخت وښه یي نه بلله چې له دې بي جلبه قومندان سره جګړه وکړي بلکې نهایي هڅه یي کوله چې ننګیالۍ د خبرو او نرمې رویې له لارې بیرته اطاعت ته راوبولي، دا چې ننګیالي جرمونه کول او محکمې ته نه حاضرېده او یا چا نشوای حاضرولی په شینډنډ کې هیچا نه غوښتل د طالبانو د قاضي په حیث دنده اجراء کړي،ځکه که په نورو خلکو یي شرعي اوامر تطبیقولی شوی مګر ننګیالي په ښکاره سرغړونه کوله چې له همدې امله خو طالبان تر اوسه په شینډنډ کې قاضي نلري ځکه قاضیانو بیا بیا استعفاء ګانې ورکړي.

له تیر کال راهیسې چې دداعش اوازه راپورته شوه او په فراه ولایت کې یي څه حرکات ولیدل شول ننګیالی د طالبانو د امارت په وړاندې نور هم زړور شو او د فراه دداعشیانو د مشر مهدي په شمول یي له فراه څخه یو شمیر تښتیدلي داعشیان هم له ځان سره ملګري کړل،دغه وخت ننګیالي په زغرده د طالبانو د امارت په مشرانو پسې بدرد او تبلیغات پيل کړل او د هغوی له محلي مجاهدینو سره یي دښمنانه چلند اختیار کړ.

کله چې څه موده مخکې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد د وفات خبر اعلان شو، نو ننګیالي د طالبانو په خلاف علني حرکات او جلسې پیل کړې او ورسره یي په خلاص لاس د جرمونو، غلاوو، اختطاف  او په طالب مجاهدینو د بریدونو سلسله هم پیل کړه.

د شینډنډ ولسوالۍ ډیری سیمې د طالبانو لخوا فتحه شوې خو مرکز یي چې ورته څیرمه د ننګیالي مراکز هم و د حکومت په تسلط کي پاته شول، د ننګیالي د مرکزي قرارګاه په پنځه سوه مترۍ کې د دولتي عسکرو یا اردو بیس موقعیت درلود چې د ننګیالي د کورنۍ په یوه زړه کلا کې یي اړولي و، تېر پسرلی چې طالبانو د عزم عملیاتو له پیل سره  د شینډنډ په مرکز بریدونه پيلول، نو چې کله به دې سیمې ته ورنږدې شول او په حکومتي عسکرو د برید ترتیبات به یي نیول نو متقابلا به د ننګیالي کسانو ورباندې برید پیل کړ، حتی که به طالبانو د فرمکان په سیمه کې د اردو په قرارګاه د هاوان برید کاوو ننګیالي به طالبانو ته اجازه نه ورکوله او ورته ویل به یي چې په دې سره زما کلا ته تاوان رسیږي چې اوس په کې د اردو قرارګاه ده.

په دې سیمه کې وضعیت داسې وه چې که د امارت طالبان به کله هم لږ ښکاره شول د اردو عسکرو به ورباندې بریدونه کول،مګر د ننګیالي کسان یي ټوله ورځ د پوستې په خوا کې ګرځیدل او حتی د ننګیالي دایمي ځای او مرکز یي په پنځه سوه مترۍ کې وه خو حکومتی عسکرو ورباندې هیڅ غرض نه درلود چې دې چلند ټول محلي خلک په دې متیقن کړي و چې ننګیالی له حکومتي عسکرو سره پټ قرارداد  لري او د طالبانو په مقابل کې دواړه سره یو لاس دي .

له ننګیالي سره د مشکل د یوطرفه کولو لپاره طالبانو د شینډنډ ۷۵ تنه مذهبي علماء او ۱۵ قومی مشران راټول کړل او نوموړي ته یې ورولیږل چې که له طالبانو سره ملګری نه وي نو لطفا دې بې طرفه پاته شي په طالبانو دې غرض نلري او طالبانو ته دې مخه ورکړي چې په حکومتي پوستو باندې عملیات وکړي. خو نوموړي نه یوازې دا چې دعلماء کرامو دغې جرګې ته مثبت ځواب ورنکړ علاوه یي د طالبانو  او موجوده امارت په  باره کې داسې پوچې خبرې وکړې چې قلم یي لیکلی نه شي.

څو میاشتې وړاندې کله چې د ننګیالي لخوا مکررا په سیمه کې د طالبانوپه اړونده کسانو یا ملاتړو بریدونه وشول دغه راز يي په اړه د غلاوو او قتلونو جنایات هم ډیر شول طالبانو یوځل بیا د محلي قومي مشرانو او ملایانو یوه جرګه ورولیږله تر څو نوموړی له  قتل او تجاوز څخه وګرځوي، خو ننګیالي دغو کسانو ته ویلي و چې تاسو غوړمالان یاست او که بل ځل د طالبانو لخوا نه ماته راغلي واست په سر سر به مو وولم .

د طالبانو د ادارې محلي مسؤلینو په تیرو دریو میاشتو کې د ننګیالي د جنایاتو ۶۰ پیښې ثبت کړي دي چې په دې کې د محلي طالبانو وژل، د هغوی نیول او خلع سلاح کول، د ملکي خلکو ځورول او وژل، د پیسو لپاره د هرات ښار د صرافانو او تجارانو نیول او وژل،په لویه لارې  د سپارلۍ د موټرو  شکول، د مخابراتي شبکو څخه د اصولو خلاف پیسې وړل او داسې نور راځي چې یو څو بیلګې یي دلته را اخلو.

ـــ په تیرو دریو میاشتو کې یي له پنځلس زیات د طالبانو د تحریک اړوند  مجاهدین په جلاجلا پیښو کې وژلي او یا زخمیان کړي دي خو طالبانو له دې امله دده په خلاف کوم اقدام نه کاوو چې د مشرتابه لخوا ورته  د نظامي اقدام اجازه نه وه دغه راز هغه  ملکي خلک چې په بیلابیلو پلمو یي وژلي شمیر یي تر شلو هم اوړي .

ـــ  څه موده وړاندې یي دری ټیلر موټر چې د عامو تجارانو شخصي اموال په کې باور و له لویې لارې وګرځول او کله یي چې خپلې سیمې ته انتقالول په مانده کې بند شول چې بیا یي سرونه ترې خلاص کړل او خپل مرکزته یي انتقال کړل،ددغو ټیلرو مالکان طالبانو ته عارض شول خو له هرڅومره هڅو سره طالبان ونه توانیدل چې دغه ټیلر له ننګیالي راخلاص کړي تردې چې د هر موټر په سر یي پنځه لکه افغانۍ چې ټولې پنځلس لکه کیږي ننګیالي ته ورکړې ترڅو یی موټر ورپریښودل.

ـــ  یو ځوان چې نوی  د ایران له مسافرۍ څخه راستون شوی و، دننګیالي کسانو ورته د پیسو غوښتلو لپاره زنګ وهلی و خو هغه پیسې نه وې ورکړې،بله ورځ ماښام چې دغه ځوان د خپل خُسر کور ته د بازۍ لپاره روان و د ننګیالي کسانو پیژندلی او نیولی و او بیا یي په ډیر ظلم شهید کړی و.

ـــ د طالبانو ملکي ولسوال ته د ننګیالي د سیمې یو ډیر مظلوم سړی چې یو سر و عارض شو چې زما ښځه چې یو کوچنی هم ورڅخه لرم خپل اوښي مې چې دننګیالي نفر دی راڅخه ګرځولې ده او نه یي راکوي زه کولای شم چې له اوښي مې خپله ښځه راولم مګر ننګیالي ورته ویلي دي چې زه درباندې ولاړ یم مه یي ورپریږده نو که تاسو څه همکاري وکړئ طالبانو خپل کوښښ وکړ  خو ننګیالی هیڅکله دموضوع حل ته تیار نه و او داسې نور هم ډیر شکایتونه ول چې د ننګیالي موجوده کسانو چې زیاتره یي پخواني اربکیان دي میړوښې ښځې یي کړې وې او یا د ښځو په تښتولو کې لاس درلود.

ـــ  د طالبانو د زنده جان نظامي مسؤل مولوي نسیم  چې شینډنډ ته د ولایت د معاون په هدایت راغلی و کله چې یي ملګري بیرته تلل د ننګیالي کسانو ورته لار نیولې وه، مجاهدینو ورسره جنګ نه و کړ ننګیالي دغه طالبان بندیان کړل چې وروسته د قومي مشرانو په توسط را خلاص شول مګر  موټر او د یوه ثقیل په شمول وسلې یي ترې وګرځولې.

ـــ د بغلان ولایت یو اوسیدونکی چې نوم یي نقیب اغا دی او فی الحال په فراه کې اوسي نوموړی  په افغان بیسیم شرکت کې وظیفه لري دغه کس وایي چې ماته د ننګیالي کسانو تیلفون وکړ چې شل لکه  افغانۍراوړه او کنه وژنو دې. خو ما پیسې ورنکړې، بله ورځ یي د خپلو کسانو په توسط وتښتولم او تر هغو یي په سخت حالت کې بندي وساتلم چې شپاړلس لکه افغانۍ مې ورکړې، د یادونې وړ ده چې د هیواد په لویدیځ کې د غلو او اختطافګرو شبکه کومه کمزورې شبکه نه ده بلکې ريښې یي له بادغیسه بیا تر نیمروز پورې غځیدلي دي چې بیا بیا یي صرافان او تجاران د پیسو لپاره اختطاف کړي دي چې ننګیالی خپله هم ددې داختطاف د دې شبکې یوه مهمه مهره ده.

ـــ د شینډنډ بازار له یوه شوروم څخه یوه شپه لس نوي موترسایکل  ورک شول د شورم مالک طالبانو ته وویل  چې دده شک د ننګیالي په کسانو دی خو ننګیالي دا خبره نه منله، خو څو ورځې وړاندې چې طالبانو د ننګیالي یو کس چې دوی ته یي کمین نیولی و ژوندی ونیو له ډیرو جنایاتو سره سره یي دا خبره هم ومنله چې هماغه موټر سایکلان موږ غلا کړې و، لومړی مو شورم ته  نږدې په یو کور کې درولي و او بیا مو یو یو خپل مرکز ته انتقال کړ.

ـــ  څو څو ځله داسې پیښ شوي چې موټرسایکل سپاره کسان عمومي لویې لارې ته  ختلي او لوی سپارلی وړونکی ۳۰۳ بس موټر یي درولی او بیا ټول خلک لوټ کړي دي خو وروسته  هرځل پل د ننګیالي مرکز ته تللی او ټول خلک ورباندې شاهد دي چې د لویې لارې په غلاوو کې لاس لري.

ـــ د زیرکوه په سیمه کې د طالبانو د نظامی مسؤل مولوی رفیع دوه کسان کور ته روان و چې په لاره کې ناڅاپه تر برید لاندې راغلل  کله چې یي نور ملګري صحنې ته ورغلل نو یو کس ژوند له لاسه ورکړی او بل زخمي و له زخمي چې وپوښتل چې چا وویشتلئ، ویل یي چې د ننګیالي فلاني او فلاني نفر راته کمین نیولی و.

ـــ د بادغیس عامو خلکو چې خپل تجارتي مالونه یي د فراه مرز ته د خرڅلاو لپاره انتقالول  ننګیالي ترېنه په لاره کې ونیول او ټول یي ځیني وګرځول په داسې حال کې چې دا مال د قاچاقبرو نه و بلکې د عامو غریبو افغانانو و چې ډیر کسان ورباندې شریک و.

ــــ د زیرکوه په سیمه کې یي د یوه بل قوم ۱۵۰ کوره عام خلک په ډیر ظلم او جبر له خپلو کورونو او ځمکو وشړل او کډې کولو ته یي مجبور کړل. او دغسې نور مختلف النوع جنایات

د لوړو جنایاتو له امله نه یوازې ننګیالی د محلي مجاهدینو په منځ کې منفور شو بلکې اولسي خلکو ته هم د یوه داړه مار او ظالم په حیث معرفي شوپه وروستیو کې ننګیال ټوله هڅه کوله چې د زیرکوه پراخه سیمه ټوله تر کنترول لاندې راولي او د طالبان ترې وباسي ، نو یو ځل یي څو میاشتې وړاندې د ۲۰۱۵ د ډسمبر په لومړیو کې یوه شپه چې د طالبانو د ولایت مرستیال مولوي عبدالمنان په ساحه کې نه و او د نظامي قطعي مسؤل مولوی عبدالصمد هم  خپل کور ته تللی و او په دې سیمه کې لږ شمیر طالبان پاته و، یوه شپه د ننګیالي کسان په نیمه شپه کې د طالبانو په دریو اطاقونو  ورغلل او ټول طالبان یي محاصره کړل او کله چې سهار طالبان له خپلو اطاقونو راوتل نو حمله یي پرې کوله چې په دې ډول اته کسه طالبان شهیدان کړل .

طالبان چې محاصره شوي و له مجبوریته د ننګیالي له کسانو سره جګړه پیل کړه،دغه وخت د طالبانو کومک ته له شاوخوا سیمو نور ډیر طالبان هم راغلل دغه راز ولسي خلکو هم پراخه همکاري ورسره وکړه او  له هر کور او باغ څخه دننګیالي په کسانو بریدونه پیل شول چې په نتیجه کې یي د نوموړی کسان څو ځایه محاصره شول اود جګړې په ترڅ کې یي ۵۷ کسان ووژل شول چې له وسلو سره یی جسدونه هم طالبانو ته په لاس ورغلل.

د ننګیالي د کسانو ددې درنو تلفاتو علتونه دا و چې یو خو د نوموړي ډیر جنګیالي چرسیان، پوډریان او پخواني اربکیان دي چې هیڅ د جګړې په طریقه نه پوهیدل په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا ټول ازمویل شوي او په جګړو بلد مجاهدین جنګیدل بله دا چې په ټولو سیمو کې ولسي خلک هم د طالبانو سره همکار و، همدا علت و چې د ننګیالي تقریبا ټول د کار خلک د پنځو قومندانانو په شمول ووژل شول او تر څلویښتو ډیر کسان یي ټپیان شول چې د وروستیو معلوماتو له مخې د ځایي عسکرو لخوا حکومتی شفاخانو ته د علاج لپاره انتقال شوي دي.

محلي طالبانو غوښتل چې  جګړې ته دوام ورکړي او د ننګیالي کار ورخلاص کړي خو د طالبانو مشرتابه  له لومړنۍ پیښې شوي جګړې وروسته خپلو کسانو ته د جګړې درولو امر وکړ او یوازې د ځان د دفاع سپارښتنه یي ورته وکړه ، په دې ډول جګړه ودرېده خو ننګیالي او حکومتي عسکرو په ګډه د طالبانو په سیمو د هاوان او ډي سي توپونو بریدونه پیل کړل چې تردې نږدې ورځو یي جریان درلود .

له ننګیالي سره له دې لنډې جګړې وروسته  د هرات د ظفر قول اردو  څخه یو شمیر تازه دمه عسکر هم سیمي ته راورسیدل او ټانګونه یي د جګړې ډګر ته را ورسول  چې  د طالبانو د نور پیشرفت مخه ونیسي چې په دې سره له ننګیالي سره د حکومتي چارواکو د مهماتو او نظامي امکاناتو مرسته د لمر غوندې روښانه شوه، خو طالبانو بیا هم له سولییزو لارو هڅه کوله چې د نوموړي د بریدونو مخه ونیسي.

وروستۍ جګړه

له څو میاشتې پخوا جګړې وروسته چې د طالبانو مشرتابه خپلو کسانو ته له جګړې د لاس اخیستو امر کړی و، ننګیالی نور هم سورسترګی شوی و او په داسې حال کې چې له حکومتي قواوو سره یي ښکاره روابط پالل بالمقابل یي د مجاهدینو په سیمو، کلیو او کورونو باندې پرلپسې د هاوان بریدونه کول، دغه راز یي په یو شمیر هغو کلیو چې له طالبانو سره جوړ و اوبه او لارې هم بندې کړې وې او له دې سره يي د غلا او لوټمارۍ دنده هم پرمخ وړله،چې په مقابل کې یي اولسي کرکه او غوسه اوج ته رسیدلې وه.

د تیر ې دوشنبې د ۲۰۱۶ میلادي د دسمبر اوومي په ورځ د ننګیالي کسانو یو ځل بیا د پخوا په شان د طالبانو په دفاعي پوستو برید وکړ او څو کلي یي د هاوان تر سختو بریدونو لاندې ونیول، د ننګیالي ددې حملې په مقابل کې ولسي خلک له طالبانو سره د یوه پاڅون په حیث راپورته شول او ځوابي حمله یي پرې وکړه چې د دوه ورځنی جنګ په ترڅ کې د ننګیالي ګڼ کسان ووژل شول او خپله راز محمد ننګیالی له څو تنو پاته ملګرو سره د لنګر په سیمه کې د حکومتي اردو قرارګاه ته وتښتید.

د شینډنډ په دوه ورځنۍ جګړه کې دا حقیقت هم د لمر غوندې روښانه شو چې ننګیالي له پخوا له حکومتي استخباراتو سره  ټینګه رابطه درلوده ځکه د جګړې په مهال حکومتي عسکرو د طالبانو په لوري پرلپسې د هاوان او ډیسي توپونو ګوازرونه  کول دغه راز د ننګیالي ملاتړ ته حکومتي څرخکې هم راورسیدې او په طالبانو یي حملې وکړې.

په شینډنډ کې اوس وضعیت نورمال دی د د فرمکان،بخت اباد،چارکال اوساراباد په نومونو هغه سیمې چې پخوا د ننګیالي د کسانو په واک کې وې د طالبانو لاس ته لویدلې او په سیمه کې وضعیت عادي دی.

د ننګیالي په اړه وروسته معلومات دادي چې نوموړی په هرات کې د ملي امنیت په ځانګړي میلمستون کې دی،د هرات د ولایتي ادارې د امنیتي کمیټي مسؤل مهدي حدید  له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې ننګیالی له حکومت سره یوځای شوی دی، خو ځیني حکومتی چارواکي ځکه دا خبره پټه ساتي تر څو نوموړی یو ځل بیا د مجاهد او غیرحکومتي کس په حیث د طالبانو جګړې ته ورمخکې کړي، مګر اوس هرڅوک پوهیږي چې نوموړی څوک او د چا په ملاتړ او کومک جنګیږي.

د شینډنډ د زیرکوه سیمه اوس مکمله د طالبانو لاس ته ورغلې او مخالف کسان په کې شتون نلري، غربي رسنۍ له څو ورځو تیریدو سره سره ځکه دا موضوع دودوي تر څو قضیه له اصل نه ستره وښيي.تیره شپه عبدالمنان نیازي امریکایي رسنیو ته یو ځل بیا ددې پیښې په اړه غلط معلومات ورکړل خو اوس خلک پوهیږي چې نوموړی تر کومه حده دروغجن دی، هغه چې ویل یي ملا محمد عمر مجاهد د اختر محمد منصور لخوا وژل شوی خو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد زوی مولوي محمد یعقوب د عبدالمنان نیازي ادعاء رد کړه، دغه راز یي ویل چې په زابل کې په طالبانو فدایي برید شوی او د والي او قطعه مشر په شمول ټول وژل شوي په داسې حال کې چې هغه تراوسه ژوندي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button