د افغانستان روغتیایي سیسټم او پر وړاندې یې بامسؤلیته ګام

زموږ روغتیایې سیسټم رغونې ته اړتیا لري. که داسې نه وي، نو ولې موږ خپل ناروغان پاکستان ته وړو؟ که زموږ روغتیایي سیستم تر پاکستان پرمختللی وای، نو موږ به ولي ځانونه محتاجول؟

خط اول

په افغانستان کې روغتیایي بنسټونه له پخوا راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې باید اعتراف وکړو چې موږ په افغانستان کې پوره طبې وسایل نه لرو او که یې لرو هم هغه د اوسنۍ نړۍ له غوښتنو سره سم نه دي.

د جمهوریت پر مهال دومره ډیرې مرستې له افغانستان سره وشوې که په سمه توګه لګول شوې وې اوس به افغانستان په ډېرو برخو کې په ځان بسیا و. خو له بده مرغه باید ووایو چې په تیره اداره کې د پراخ فساد له امله دغه مرستې یا بهرنیانو له ځان سره بیرته خپلو هېوادونو ته وړلې او یا هم شخصي جیبونو ته تللې. دغه مرستې په روغتیایي برخه کې دومره ډېرې وې چې حساب یې نه شې کیدای، خو بیا هم یو مجهز روغتون جوړ نه شو چې د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص وای.

که فساد نه وای شوی اوس به هره ورځ د تورخم یا نورو بندرونو له لارې زرګونه افغانان پاکستان یا نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه نه تلل، اوس به نورو ته احتیاج او محتاج نه و، اوس به مو ناروغان په بندرونو کې در په در خاورې په سر نه پاتې کیدل، اوس به مو خویندې میندې د پردیو لاس ته نه کیناستې؛ خو دا هرڅه موږ په خپل ځان په خپله کړي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد په یو رسمي سفر پاکستان ته تللی و او هلته یې له سیال لوري سره د افغانستان په روغتیایي سیتم یو تخنیکي بحث درلود. په هغه بحث کې خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیایې سکتور په لا علمي کولو ورټولې وې او ټینګار په دې شوی و چې افغانستان غواړي خپل طبي سیستم د پاکستان هېواد په څېر غښتلی کړي او په دې برخه کې له پاکستاني لوري د همکارۍ غوښتنه شوې وه. خو له بده مرغه په سوشل میډیا کې یوشمېر مضرو کړیو او پردي پالو دې خبرو ته هوا ورکړه چې ګوندې د روغتیا وزیر د پاکستان غلامي کوي او ګویا د پاکستان تر بیرغ لاندې ناست دی، دا او هغه. خو د ځینو متخصیصنو تبصرې خورا مثبتې وې چې باید وستایل شي. دوی خورا ښه تخنیکي بحث کړی و.

راځئ انصاف وکړو او واقعيت ووایو. لومړی خو دا چې د افغانستان د روغتیا وزیر له پاکستاني لوري سره ملاقات درلود، نو باید د پاکستان تر بیرغ لاندې دا ناسته شوې وه. دلته دلیل نه پاتې کیږي. بله خورا مهمه موضوع د پاکستان د روغتیایي سیستم د پرمختګ ده. پاکستان په روغتیایي برخه کې د نړۍ په کچه که نه وي نو د اسیا په کچه بې ساري هېواد دی چې په طبي برخه کې یې خورا زیات پرمختګ کړی دی. بااعتباره او د نړۍ په کچه د درملو ښې کمپنۍ د پاکستان دي، پرمختللي روغتیایي وسایل پاکستان تولیدوي او کاروي یې، همدا راز پرمختللي عملیاتونه په دې هېواد کې ترسره کېږي. اوس نو دا بده ده چې له دې پرمختللي هېواد سره موږ په طبي برخه کې ګډ کار وکړو او افغانستان د پاکستان په څېر پرمختللی روغتیایي سستم ولري؟ دا بده نه، بلکې شدیده اړتیا ده.

 د افغانستان یو ممتاز متخصص او بې جوړې جراح ډاکټر احمد عبید مجددي په دې تړاو لیکلي: فکر کوم ۲۰۱۷ کال و او د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز تازه د انګلیستان له سفره راګرځیدلی و. د سهار د چای پر مهال مو ورسره ولیدل، زما په ګډون څو ملګرو مو ورسره د انګلیستان د اکمال تخصص موضوع مطرح کړه. هغه راته وویل د سفر په جریان کې مې د اکمال تخصص پروګرام د اصلاحاتو په موخه د انګلیستان له رایل کالجه د همکارۍ غوښتنه وکړه خو هغوی داسې ځواب راکړ:  ستاسې او زموږ معیار ډېر نابرابر دی، تاسې سره زموږ همکاري د لګښت له اړخه خورا زیاته قیمته تمامیږي، ښه لاره یې دا ده چې تاسې باید لومړی د سیمې په کچه د اکمال تخصص  یوې داسې ادارې سره کار وکړئ چې زموږ سره اعتبار ولري تر څو تر یوه حده مو سیستم جوړ شي او بیا له موږ سره په تماس کې شئ.

مجددي صاحب زیاتوي: د انګرېزانو اشاره د پاکستان (CPSP) ته وه، ځکه دې ادارې د پاکستان د تخصصي پروګرامونو ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو د تخصصي پروګرامونو مسؤلیت هم پر غاړه درلود، هغه وخت بیا د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز ډاکټر شیر احمد ته دنده وسپارله چې د پاکستان د روغتیا وزیر او د (CPSP) ادارې له رئیس سره د ملاقات زمینه سازي وکړي. د روغتیا اوسني وزیر ډاکټر قلندر عباد له وخته په استفادې د CPSP  ادارې سره د بحث دریڅه پرانسته او پرلپسې یې له دې ادارې سره مجالس وکړل. دا یوه تخنیکي او مسلکي موضوع ده باید غلطه او مغرضانه تعبیر نه شي.

د ډاکټر صاحب مجددي دې خبرو ته په کتو باید دا ومنو چې د روغتیا وزیر بامسؤلیته او د چټک پرمختګ ګامونه پورته کړي دي. زموږ روغتیایې سیسټم رغونې ته اړتیا لري. که داسې نه وي، نو ولې موږ خپل ناروغان پاکستان ته وړو؟ که زموږ روغتیایي سیستم تر پاکستان پرمختللی وای، نو موږ به ولي ځانونه محتاجول؟ راځئ په حقیقت سترګې پټې نه کړو او وزیر صاحب کار ته پریږدو چې د افغانستان روغتیایي سیستم ورغوي .

د خپلو ملي ګټو ملاتړ زموږ ټولو مسولیت دی، او که یې ونه کړو نو په دواړو جهانونو به مختوري یو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button