سي اېن اېن: هندوستان په کابل کې افغان دیپلوماتانو ته روزنیز پروګرام جوړوي

عزم (سه شنبه، ۲۳/۱۲/۱۴۰۱): امریکايي سي اېن اېن خبري چینل ویلي چې هندوستان په کابل کې له افغان حکومت سره د نویو اړیکو پیلولو په خاطر هڅې پیل کړې دي.
راپور ویلي چې: یاد هېواد په کابل کې د خپل سفارت دننه د افغان دیپلوماتانو روزنې ته رسمي پروګرام جوړ کړی دی.
د دغه پروګرام د جوړېدو نېټه نن ورځ (۱۴ مارچ) ښودل شوې او زیاته شوې چې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
سي اېن اېن څرګنده کړې: «په لومړي ځل به هندوستان کابل کې د هند سفارت کې افغان دیپلوماتان د دواړو هېوادونو د مثبتو اړیکو جوړولو برخه کې وروزي.»
ویل شوي چې روزل کېدونکي کسان د افغانستان بهرنیو چارو وزارت رسمي کارکوونکي دي چې تازه یې له حکومت سره کار پیل کړی دی.
باید وویل شي چې تېر کال جون میاشت کې هندوستان کابل ته د خپل تخنیکي ټیم لېږلږ سره خپل دیپلوماتیک شتون وښود او شنونکي په دې باور دي چې نوی اقدام یې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې یو بل مثبت ګام دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button