سر په لاس کې – ستومان

پیغلو په پلو کې ورته ټولې کړې دوعاوې
خامخا به راوړي له دښمنه سر په لاس کې

نه دي وړیا نه دي دیدنونه د خوبانو
ګرځوې به هره ورځ مینه! سر په لاس کې

یو سړی تر ننه مستقیم لکه د غره دی
یو سړي نیولی دی تر ننه سر په لاس کې

څه پروا که خاورې شي ایرې شي باد یې یوسي
تا نه سپېلنی مو شه وطنه سر په لاس کې

عشق نه دی نو څه دی زمانې! جواب یې راکه
ګرځوو چې داسې بې کفنه سر په لاس کې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button