غزل – ثاقب

په قدم-قدم رڼا ته ضرورت دی
زنده ګي ده او ښکلا ته ضرورت دی

ستا الفت مې د نن ورځې مجبوري ده
ستا وجود خو مې سبا ته ضرورت دی

ته را وګوره! چې ساه راکې پیدا شي
ته را وګوره! چې ساه ته ضرورت دی

د ژوندون په كږلېچونو کې ایسار یم
مورې! ستا یوې دوعا ته ضرورت دی

تا نه پسته به هم تا په سترګو وینم
تا نه پسته مې هم تا ته ضرورت دی

زنده ګي په شور کې نه کېږي ثاقبه!
زما دښتې او صحرا ته ضرورت دی

جمال ثاقب
ننګرهار، جلالکوټ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button