په لوګر کي ترافیکي پيښي چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې

دلوګر ولایت مرکز ته څېرمه دترافيکي پيښي په ترڅ کي دلوګر چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دلوګر ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چي دترافيکي پيښي په ترڅ کي دلوګر ولایت مالي او اداري رئيس او دولایتي شورا مشاور وژل شوي دي او دمخابراتو رئیس او ډريور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چي دغه چارواکي یوې مېلې ته تللي وو، چي دراستنېدلو په مهال يې موټر پل علم ته څېرمه چپه شو او دولایت مالي او اداري رئيس توریالی جبار خیل او دولایتي شورا مشاور ډاکټراسماعیل پکي ووژل شول او دمخابراتو رئیس سید جواد قیومي او موټر چلونکی یې ټپیان شول.

له پيښي وروسته قیومي او ډریور يې کابل ته ليږدول شوي دي، چي روغتیايي حالت يې نازک ښودل شوی دی.

دپيښي لامل دموټر زیات سرعت ښودل شوی دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button