عزم ولې ؟

د عزم تګلاره
عزم ولې ؟
د وخت جریاناتو او د عصر نبض ته په پام سره وینو چې میډیا د اجتماعي تحولاتو د توجیه او افکارو د سوق او تنویر په برخه کې د ترټولو اساسي عامل موقف خپل کړی،چې له همدې ځایه د مثبت رسنیز فعالیت اړتیا ښه په ډاګه کیږي .
مثبت رسنیز فعالیت د انسانانو ذهنونه او افکار ودانوي، او ودان افکار بیا د انساني ټولنې دنیا او آخرت ودانوي،بله داچې د انساني ژوند اوسنی پړاو د ځینو تاریخ پوهانو په باور د تهذیبونو د تصادم مرحله بلل کیږي،په دې مرحله کې به اساسي جنګ د وسلو او جنګي ابزارو نه وي ، بلکې د فکرونو او عقایدو جګړه به وي،معلومه خبره ده چې د فکرونو جګړه په ټوپک نه بلکې د فکر او عقیدې د تبلیغ په وسایلو مخته وړل کیدای شي .
د ساینس په پرمختګ سره د تبلیغ وسائل هم بدلیږي، پرنټ میډیا خپل ځای انلاین میډیا ته پریږدي، او په انلاین برخه کې د رسنیز فعالیت ضرورت ورځ تر بلې روښانه کیږي ،همدې ضرورت ته په پام سره څو تنو د رسنیز ډګر فعالانو د یوې ناپېیلې، خپلواکې او یوازې حقیقت ته ژمنې ویب پاڼې د جوړولو تابیا وکړه .
عزم ویب پاڼه د همداسې یوه سپیڅلي عزم پایله ده چې د هیواد په ملي ژبو پښتو او دري به درته د خپل توان مطابق خپرنیز مواد وړاندې کوي .
د عزم تګلاره
- عزم په اسلامي او افغاني فکر سمباله یوه بې پرې، ناپېیلې، خبري او تحلیلي ویب پاڼه ده .
- عزم اسلام عقائد او مقررات د خپلو عالي ارزښتونو په حیث سپیڅلي بولي، په ټینګه یې دفاع کوي او د ساتلو ،تبلیغ او اشاعت لپاره یې مبارزه کوي.
- عزم د افغانستان د مسلمان اولس روا ګټې محترمې بولي او د ساتلو لپاره یې کار کوي .
- عزم د بیان په آزادۍ باور لري خو تردې عنوان لاندې په دیني او ملي کرښو تعرض نه بښونکی جرم او له یاد عنوان سره جفا بولي .
- عزم په عموم کې د بشرد هدایت او سعادت، په ځانګړي ډول د اسلامي امت د ښیرازۍ او پرمختګ او په خاص ډول د افغان اولس د سرلوړۍ ، عزت او سوکالۍ لپاره کار کوي او همدې مبارزې ته خپل لوستونکی رابولي .
- عزم له هیڅ سیاسي ډلې یا تنظیم سره تړاو نلري .
- په عزم خپریدونکې مطالب د لیکوالو خپل نظریات دي د ادارې د موقف نمایندګي نه کوي .
- عزم د مطبوعاتي خدمت لپاره داوطلب همکاران مني او د رسنیز ډګر د شائقینو لپاره د ژورنالیستکي فعالیت او تجربې حاصلولو زمینه برابروي .
- عزم په رسنیز ډګر کې په انصاف،شفافیت ،واقعیت ګرایي او د پیښو په عیني انعکاس باور لري او په دې برخه کې د رسنیو نا مسلکي او دوه مخی چلند ژورنالیستیک جرم او بداخلاقي ګڼي .
- عزم د نوي نسل د افکارو تنویر له خپلو لومړیتوبونو بولي،تر څو د ناسالمو تبلیغاتو له اثرپذیرۍ څخه خوندي او د حق په رڼا روښانه شي .
په درنښت
د عزم ویب پاڼې اداره
ایمېل : azamm.org@gmail.com
فیس بک : https://www.facebook.com/Azammweb