افغانستان د۲۰۱۸ کال دفوټبال نړیوال مقدماتي جام کې له جاپان سره په یوه ګروپ کې دی

(عزم سه شنبه، وري ۲۵مه ) نن د ماليزیا پلازمېنه کولالمپور ښارکې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوالو جام مقدماتي مسابقو  پچه و اچول شوه .

د افغانستان  (E) ګروپ کې له جاپان ، سوريي،سنګاپوراوکمبوديا سره پچه وختله .

دغه پچه د اسیا فوټبال فدراسیون ۴۰ غړو هېوادو ترمنځ واچول شوه .

د یادونې وړ ده چې دغه د فوټبال د نړيوال مقدماتي جام سیالي به روسيه کې ترسره کیږي .

د اسیا کنفدراسیون ۴۰ غړو هیوادونو ډل بندي په لاندې ډول شوې ده

ګروپ (A) : متحده عرب امارات،سعودي عربستان،فلسطين،ختيځ تيموراو مالیزیا

ګروپ (B) : اسټرالیا،اردون،تاجکستان،قرغزستان اوبنګله دیش

ګروپ (C) : چين،قطر،مالديف،بوتان، او هانګ کانګ

ګروپ (D) : ایران،عمان،هند،ترکمنستان او ګوام

ګروپ (E) : جاپان،سوریه،افغانستان، سنګاپوراو کمبودیا

ګروپ (F) : عراق،ویتنام، تايلنډ،اندونيزیا اوچين تايپه

ګروپ (G) : جنوبي کوریا،کویت،لبنان،میانماراو لاووس

ګروپ (H) : ازبکستان بحرین،فلپین،شمالي کوریااو یمن

سميع شينواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!