په ایران کي اته تنه افغانان وژل شوي

 په ایران کي اته تنه افغانان دقاچاقبرانو له لوري په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

دبهرنیوچارو دوزارت چارواکو ویلي، چي دغو افغانانو غوښتل، چي په غیرقانوني ډول دایران له لاري نورو هیوادونو ته ولاړ شي، چي په لاره کي يې له قاچاقبرانو سره شخړه راغلې او دقاچاقبرانو له لوري وژل شوي دي.

دیاد وزارت چارواکو ویلي، چي قاچاقبرانو په نیمی لاره کي له ټاکل شوې اندازې زیاتي پيسې ورڅخه غوښتې اوترمنځ یې شخړه رامنځ ته شوې، چي دغو اتو ته ۳ قاچاقبران وژلي دي او وروسته دنورو قاچاقبرانو له لوري د۱۳ تنو له جملې څخه ۸ تنه وژل شوي او وروسته په کوهي کي اچول شوي دي.

تراوسه څرګنده نه ده، چي وژل شوي هیوادوال له کومو ولایتونو سره تعلق لري او تراوسه يې دجسدونو دراوړلو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.

دالومړی ځل نه دی، چي په ایران کي افغانان وژل کیږي، بلکه تر دې وړاندي هم څو څو ځله دقاچاقبرانو، دایران دحکومت او نورو وسله والو له لوري افغانان وژل شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button