مطبوعاتو ته لنډه کتنه

لیکنه: وحيد عزم
په هيواد کې خپرېدونکو ورځپاڼو تر ډېره خپلې ليکنې او سرمقالې د بدخشان وروستيو پېښو ته ځانګړې کړي، دوی هرې يوې په يادو پېښو بېلابيلي تبصرې کړې چې ځينو پکې سرتېري بې ګناه او چارواکي ګرم ګڼلي او ځينو بيا د طالبانو د عملياتو په پراخوالي خبره کړې ده.
سرنوشت :
دې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د اردو عسکرو ته د تلفاتو اوښتلو لامل د سيمي مسؤل چارواکي بللي او ويلي يې دي چې دوی د اردو تجهيزاتو ته پام نه دی کړی، څه چې ورته ځانګړي شوي وو، په خپلو کې يې سره وېشلي دي، پاڼه په ولسي جرګه کې د ياد ولايت د استازي ( عبدالروف انعامي ) له قراره ليکي چې له روغتونونو او کلينيکونو نه په اړيکه کې ورته ويل شوي چې کومه شمېره سيمه ييز چارواکي ښيي کاملا غلطه ده او د اردو تلفات له دې څو چنده زيات وو، د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې ۲۸ تنه عسکر او پوليس وژل شوي، ۳۰ لادرکه دي او ۱۴ ټپيان دي او دغه راز ۳ ټانګونه، ۷ رينجر او ۷۹ ميله وسله مخالفو وسلوالو ته په لاس ورغلې ده.
په سرمقاله کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت معلومات بيا د خلکو او ياد استازي له معلوماتو بالکل مختلف دي او ويلي يې دي چې په جګړو کې ټول ټال ۳۴ عسکر قتل، ټپيان او لادرکه دي، بل خوا د سيمي امنيتي چارواکو ويلي چې اردو ته مرمۍ او د نقيله وسائطو تيل ورتمام شوي وو چې له امله يې تلفات ورته واوښتل.
سرمقالې دا خبره د خندا او افسوس وړ ګڼلې چې يوې له خطره ډکي سيمي ته د ليږونکو عسکرو وسلې، مرمۍ، وسائط او تيل په دومره کمه اندازه په نظر کې ونيول شي، اقلا که مسلکي محاسبه ورته نشي کولای نخميني خو يې کولای شي، د ورځپاڼې له انده که داسي نه وي او د اردو هرڅه اړتيا پوره کونکي وو نو بيا ظاهره ده چې همدا مسؤلين بيا تر اړوندو چارواکو او اورګانونو پورې په فساد کې ښکيل دي.
هشت صبح :
يادې ورځپاڼې د بدخشان د پېښو په اړه د چارواکو او مسؤلينو د څېړنې او يو ډول نورې غولونکي خبرې تکراري بهانې بللې او ويلي يې دي له تيرو لسو کلونو راروان سريال کې چې کله ورته حادثه پېښه شي نو چارواکي لس کلني بهانې تکرار کړي، وروسته کيسه نمائنده ګانو ته وسپاري او سوکه سوکه دا خبرې هيري شي تر څو هماغه حادثه بيا تکرار شي، د وردوج ولسوالۍ پېښې په اړه هم چې وزير داخله، د ملي امنيت رئيس او د دفاع وزارت چارواکي پارلمان ته وغوښتل شي هماغه لس کلني څو بهانې به وکړي ( بين المللي همکاري راسره نشته )، ( حمله په پاکستان کې طراحي شوې وه )، ( امکانات او تجهيزات مو نه لرل )، دا ټولي بهانې لس کلنې دي چې تکرارېږي، د دې بهانو هيڅ يوه هم د ۱۳ کلونو په تېرېدلو سره د خلکو قانع کونکې نه ده.
په سرمقاله کې راغلي چې ياد مقامات کله هم په خپله بې کفايتي او د پوځ په صف کې په مالي فساد کې د خپلې ښکيلتيا خبره نه کوي، دوی بايد نن په پارلمان کې په خپله نا اهلي او ضعف اعتراف وکړي او هغه څوک چې د کار توان نه لري په عزت سره ګوښه کړي، نور بهانې راته د قبولي وړ نه دي او څومره ژر چې کېدلای شي بايد د بدخشان د امنيت د تامين او نظم لپاره په برنامه لاس پوري شي.
ماندګار :
ماندګار ورځپاڼې بيا د چارواکو بهانه تکرار کړې او ليکلي يې دي چې په بدخشان کې افغاني، پاکستاني، چيچيني او ازبکستاني طالبان سره يو ځای شوي او د اردو عسکر يې نښه ګرځولي دي، ورځپاڼې ويره ښکاره کړې چې په خبرونو کې د بدخشان په وروستيو راپورونو کې ناامني ښکاره شوې او شايد تر دې هم زياته شي، که امنيت ته جدي توجه ونه شي نو بدخشان به په تلو تلو کې د هيواد په ناامنه ولايت بدل شي.
دې ورځپاڼې هم مسؤل چارواکې ګرم کړي چې د هلمند له ماتې يې سبق وانخيست او هيڅ تجربه يې ترلاسه نه کړه، د طالبانو لخوا د سرتېرو اسير کېدل هم د دوی له لاسه ځکه و چې خوراک، څښاک او د جګړې وسایل يې ورته په وخت ونه رسول چې له امله يې عسکرو خپل تاب او توان له لاسه ورکړ او د مخالف جهت منګولو ته ورغلل.
ملي آرمان :
د دې ورځپاڼې سرمقاله هم په بدخشان راڅرخېدلې او په همدې او شاوخوا ولاياتو کې يې له خپل ليد څخه د ناامني زياتېدلو دليل ليکلی.
سرمقاله وايي چې په بدخشان کې د اردو عسکرو ته اوښتي مرګ ژوبله او مالي تلفات داسي مسئله نه ده چې په سادګي ترې په څنګ تير شو، دلته ځيني استخباراتي شبکې په دې هڅه کې دي چې شمالي ولايات د ځينو ډلو په توسل ناامنه کړي او په دې طريقه د منځنۍ اسيا هيوادونو ته په نفوذ کولو سره خپل اهداف عملي کړي، د ورځپاڼې له انده همدې موخي ته د رسېدو په خاطر د شمالي ولايتونو چې له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري، په نا امنه کولو کې يې ډير د همدې هيوادونو وسلوال لاس لري.
د ورځپاڼې له قراره ځيني چارپوهان باور لري چې د امريکا او روسيې تقابل چې په دې وروستيو کې په جهاني او منطقوي سطح ظاهر شوی، په شمالي ولاياتو کې د ناامنۍ اصلي سبب دی.