د IPL ۱۸مه لوبه؛ ګجرات لوبډلې پنجاب کنګز ته ماتې ورکړه

عزم (جمعه، ۲۵وری ۱۴۰۲): د هندوستان غوره لیګ په اتلسمه لوبه کې ګجرات ټایټنز لوبډلې پنجاب کنګز ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د ګجرات لوبډلمشر هارډیک پانډیا وګټله خو پنجاب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. پنجاب لوبډلې ښه پیل ونکړ او لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځېدل؛ تر دې چې ټولو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۵۳ منډې وکړې.
دوی ته میتو شورټ ۳۶، جیتش شرما ۲۵، سم کرن او شاه رخ خان ۲۲، ۲۲ او راجپکسا ۲۰ زیاتې منډې وکړې.
د ګجرات لپاره موهیت شرما ۲ ویکټې؛ خو راشد خان، الزاري جوزیف، جوش لیټل او محمد شامي بیا ۱،۱ ویکټه واخیسته.
په ځوابي لوبه کې ګجرات لوبډلې ښه پیل وکړ؛ خو سیالي په وروستیو کې جالبه شوه، تر دې چې اخیر اور ته ۷ منډې پاتې شوې. دا منډې پوره کول هغه مهال ستونزمن شو چې د ۲۰م اور په دوهم توپ سم کرن د شوبمن ګیل ویکټه واخیسته؛ خو په پرله پسې دوه توپونو یوې یوې منډې او بیا په ۵م توپ د راهول ټیواټیا څلوریزې ګجرات لوبډله په ۶ ویکټو بریا ته ورسوله.
د ګجرات لپاره شوبمن ګیل ۶۷، وردیمن ساها ۳۰، سايي سودرشن ۱۹ او ډیویډ ملر ۱۷ زیاتې منډې وکړې.
د پنجاب لپاره ارشدیف سینګ، کیګیسو ربادا، هرپریت برار او سم کرن ۱،۱ ویکټه واخیسته.
نن به د لیګ ۱۹مه لوبه د سن رایزر حیدراباد او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ وشي.
په دواړو لوبډلو کې فضل حق فاروقي او رحمان الله ګربز لوبیږي، چې نن به په اول وار سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button