په تاشکند کې د افغانستان په اړه درې مختلفې غونډې تر سره شوې

‏پرون په تاشکند کې د افغانستان په اړه درې بېلا بېلو فارمټونو کې غونډې تر سره شوې.

لومړۍ غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیزه ناستې وې.
دویمه غونډه د ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه ناسته وه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم پکې د میلمه په حیث ګډون کوه. د دې فارمټ درې مخکینۍ ناستې پاکستان، ایران او چین کې شوي.
دریمه غونډه چې د سیمې د څلورو هیوادونو (پاکستان، ایران، چین او روسیې) غیر رسمي ناسته بلل کېږي، دوهم پړاو یې تر سره شو.

په دې درې واړو مهمو ناستو کې په بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو چې په ترڅ کې یې ځینې کورنۍ وظیفې د سیمې هیوادونو او ځینې افغان حکومت ته وسپارل شوې.

له افغان حکومت څخه وغوښتل شول چې د ترورېزم، ښه/ټولشموله حکومتدارۍ، ښځو او نورو اتباعو حقوقو او د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې خپلې کړنې لا پیاوړې کړي.

د سیمې هیوادونو دا کورنۍ وظیفه واخیسته چې دوی به افغانستان کې د ثبات، پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او بشري مرستې لپاره افغان حکومت ته لاس ورکوي‌ او د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت پوره احترام سره به افغانستان سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي. د سیمې هیوادونو دا پیام هم ورکړ چې د امریکا او د ناټو غړي هیوادونه به دې ته نه پرېږدي چې په سیمه کې امنیتي تأسیسات ولري تر څو د سیمې شریک امنیت وننګوي.

د سیمې اجماع پر دې ده چې د افغانستان یواځینی حل د افغانستان اوسني حکومت سره مثبت تعامل ته ادامه ورکول دي.

عبدالحی قانت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button