د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

عزم( جمعه، وري ۲۵مه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سمرقند ناستې په څنډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره لیدلي دي.
د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لېدنه کې د((دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او اقتصادي اتصال)) په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د ښاغلي متقي په حواله په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: افغانستان د افغان-ټرانس د اورګاډي پټلۍ ټرانزيټي پروژې د چارو پیلولو ته چمتو دی او دا کار به د سیمې په اقتصادي پيوستون کې ګټور رول ولري.
ښاغلي سعیدوف په‌دې لېدنه کې ویلي، هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی. دی وړاندې زیاتوي، د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري. د نوموړي پر باور چې د افغانستان له حضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه‌کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button