په غور، جوزجان، زابل او پنجشېر کې د ممیزو د ساتنې ۳۶۰ خونې جوړېږي

عزم (پنجشنبه، ۲۵ غويي، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت مسوولین وايي، په زابل، غور او جوزجان ولایتونو کې هم ۳۶۰ ممیزخونې، د سره ممیزو د تولید ۵۰واحدونه، د پیازو ۲۰۰زېرمتونونه، د کچالو ۳۵۰ زېرمتونونه او صفر انرژۍ سړې خونې جوړې او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو وچوونکي آلې هم ووېشل شي.
د کرنې وزارت د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې چې په زابل کې ۱۵۰ د ممیزو د ساتنې خونې جوړ شي او غور کې به په دغو جوړېدونکو بنسټونو کې د مڼې ۱۰ سړې خونې، د کچالو ۳۰۰ زېرمتونونه او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه شامل دي.
په غور کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې په اډانه کې د یادو سړوخونو ترڅنګ پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۳۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.
همدارنګه په جوزجان کې ۲۰۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۵۰ زېرمتونونه، د سره ممیزو د تولید ۵۰ واحدونه، دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي آلې وېشل شامل دي، چې تر راتلونکو دوومیاشتو پورې بشپړیږي.
د جوزجان سربېره په پنجشېر کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۹۰ پروژې پلي کیږي، چې په کې دکچالو ۵۰ زېرمتونونه، د پیازو ۱۰ زېرمتونونه او د مڼو ۱۰ سړې خونې جوړول شامل دي او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، لوګر، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، فراه، زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې پیل شوې.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت دپروژې برنامه چې په ټول هېواد کې پلی کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.