عمران خان له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو لپاره ۳ کسیزه کمېټه جوړه کړه

عزم (یکشنبه، ۲۴/۲/۱۴۰۲): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف سیاسي ګوند مشر عمران خان له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو لپاره ۳ کسیزه کمېټه جوړه کړه.
نوموړی چې وړمه ورځ پولیسو ازاد کړ، نیول کېدو یې په ټول هېواد کې د پولیسو، حکومتي مامورینو او سیاسي فعالانو ترمنځ شخړې پیدا کړې.
د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې: تازه عمران خان له حکومت سره د مذاکراتو ټیم جوړ کړی چې خپل مرستیال شاه محمود قریشي، فواد چوهدري او سناتور ظفر علي یې پکې ټاکلي دي.
ویل کیږي چې دغه ډله تر اوسه نهايي شوې نه ده او د عمران خان تر وروستي نظر وروسته به حتمي پرېکړه کیږي.
د رسنیزو معلوماتو پر اساس: دغه کمېټه به له حکومتي پلاوي سره یوازې د ټاکنو په اړه بحثونه وکړي.