د اسلامي ثقافت پر وړاندې پراته ګواښونه

د تاریخ په اوږدو کې مسلمانان له ګڼو ګواښونو سره مخامخ شوي دي چې مهم یې دا دي:
۱ــ پوځي یرغلونه
اسلامي امت له پیله له پوځي یرغلونو څخه رنځ وړي، د ۴۹۰هـ کال نه تر ۶۶۱ هـ کال پورې صلیبیانو په شام او مصر یرغل وکړ، دغه د صلیبي جګړو په نوم یادیږي.
بیا په اوومه هجري پېړۍ کې په عراق او شام د تاتاریانو او چنګیزیانو یرغل چې د عباسي حکومت په ړنګېدلو، د بغداد د سوزېدلو، د زرګونو علماؤ په وژلو او د میلیونونو کتابونو په له منځه تللو منتج شو. وروسته اروپایانو د ۱۷۷۸م نه تر ۱۹۶۲م پورې په اسلامي هېوادونو دوامداره یرغل راوړ، چې په نتیجه کې ی ېد مسلمانانو ثقافت له منځه یوړ او د مسلمانانو مادي شتمنۍ یې چور او تالا ترغه کړې. مصر، شام او هندوستان د انګلیس له لوري. تونس مراکش او الجزاریر د فرانس ېله خوا او لیبیا د ایټالیې او اندونیزیا د لکزامبورک له خوا مستعمره شوې.
په همدې توګه د مرکزي اسیا په هېوادونو او افغانستان د روسانو پوځي تیری په مرکزي اسیا کې یې اوولس میلیونه او په افغانستان کې یې د دوه میلیونو مسلمانانو وینې وبهولې او د مسلمانانو دین، ناموس، شته او مال یې چور کړل.
د اسلامي امت په زړه (فلسطین) کې د یهودانو مېشت کېدل او ورسره د انګلستان، فرانسې او امریکا مالي، سیاسي او عسکري مرستې په عراق او افغانستان پوځي یرغل له یو غم نه وروسته په دوامداره توګه بل غم شامل دی.
نور بیا…
لیکنه: محمد شریف رحماني