علومي:د هيواد ۲۱ ولايتونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي

D647A3F1-458F-4CF4-875A-0B212FB4410C_w443_h249

کابل(عزم : يکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل)

د افغانستان د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي ويلي دي چې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پيل سره په هېواد کې ناامني زياته شوې ده او ۲۱ ولايتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي چې ۱۲ يې بيا له ډېر جدي ګواښ لاندې دي او پاتې  نور يې په نورمال حالت کې دي،علومي د شنبې په ورځ په کابل کې د خپل سل ورځني کاري پلان د تشريح کولو په غونډه کې وويل چې  د ځينو ولايتونو د امنيت نور مال حالت په دې معنا نه ده چې هلته بيخي امنيتې ستونزې نشته مګر د نورو ولايتونو په نسبت وضعه ښه ده خو بيا هم وخت په وخت او ځای ځای امنيتي ځواکونو باندې بريدونه او د سرک دغاړې ماينونه چاوديږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې د فاع وزارت ويلي وو چې د غزني ناوه،د زابل خاک افغان، او د هلمند ديشو او باغران ولسوالۍ  د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.د سياسي چارو د شنونکو په وينا افغان امنيتي ځواکونه د کمزورتيا او ناتواني له امله  په دفاعي حالت کې دي  چې له امله يې يو شمېر سيمې هم له لاسه ورکړي دي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button