تخار : داشکمش ولسوال او دکنډک قومندان دماین په چاودنه کې وژل شوي دي

نن سهار شاوخوا اوه بجې دتخار ولایت داشکمش ولسوالۍ دولسوال په موټر دځمکني ماین چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ولسوال عبدالمجید حق جو او دکنډک قومندان جمعه ووژل شول
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دبرید مسؤلیت منلی دی او ویلي دي چې تېرماښام یې دتپې دکلي اړوند سیمه کې اربکيانو په یوه پوسته برید ترسره کړ چې دقومندان په ګډون ۲ تنه عسکر ووژل اوسهار یې په یاده سیمه کې دولسوال موټر په نښه کړ چې په ترڅ کې یې دولسوال په ګډون دکنډک قومندان ووژل شو
دتخار ولایت ویاند سنت الله تیموري وایي چې ددې ولایت داشکمش ولسوالۍ ولسوال نن سهار دسړک دغاړي دماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی تیموري زیاتوي چې ولسوال عبدالمجید حق جو دولسوالۍ له امنیتي پوستو لیدنه کوله چې موټریې دطالبانو په ماین وربرابر شو او له درو تنو پولیسو سره ووژل شو