شينډنډ، عسکرو جومات په هاوان ویشتلی او ۹ تنه ولسي وګړي يې شهیدان کړي

دهرات ولایت په شينډنډ ولسوالۍ کي عسکرو یوجومات په هاوان ویشتلی، چي په ترڅ کي یې ۹ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

نن دشينډنډ ولسوالۍ خلکو ددغه برید په ضد دشينډنډ په مرکز کي مظاهره وکړه او دعسکرو په ضد يې شعارونه ورکول.

دشينډنډ ولسوالۍ اوسیدونکو دشهیدانو جسدونه داعتراض په ډول دهرات دوالي ددفتر مخي ته ور وړي وو او  قاتلینو ته یې دسزا ورکولو غوښتنه کوله.

دسیمي خلکو ویلي، چي تیره ورځ عسکرو هغه مهال په کلیو او کورونو دهاوان بریدونه پيل کړل، چي کله وسله والو طالبان دشينډنډ ولسولۍ په زوال سیمه کي دعسکرو په پوستو بریدونه ترسره کړل.

سیمه يیزو خلکو ویلي، چي دبرید له امله جومات ته زیان رسيدلی دی.

راپورونه وايي، چي دسیمي خلک ددغه برید له امله سخت په غوسه شوي دي او دغه بريدیې غندلی دی.

دغه بریدپه داسي مهال ترسره شوی، چي څو ورځي وړاندي په غزني ولایت کي عسکرو دواده په مراسیمو دهاوان برید وکړ، چي دښځو اوماشومانو په ګډون يې ۹ تنه شهیدان او یوشمېر نور کسان ټپیان کړل.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button