که زیرک ټلیفون ته مو شوق کیږي نو دا موبایل رانیسی

[حسن مبشر]
د زیرک ټلیفونو یا په انګریزي اصطلاح اسمارت فون بازار دومره ګرم دی چي مکوه پوښتنه!
تقریبا اوسمهال له هرچا سره ضرور یو زیرک موبایل ورسره وي او له هغه څخه د ټلیفون کولو برسیره د خواله رسنیو او نور ورته سهولتو څخه ګټه اخلي، کڅه هم نن سبا دغه ډول موبایلونه چي وکولای شي ورته سهولتونه پکي کار و کړي په ارزانه بیه هم پیدا کیږي، خو بیا هم هغه څوک چي له ډا ډول موبایل څخه پوره کار اخلي یعنی تقریبا د یو کامپیوټر په شان تري استفاده کوي ، نو داسي کسانو ته بیا هره ګوشي (موبایل) کار نکوي او که دغه شخص په دي برخه کي کافی معلومات ونلري نو مجبوره کیږي چي په هر دوه دریو میاشتو کي د نیوي ګوشي رانیولو شوق وکړي.
خبره را څخه اوږده نشي که تاسو هم یو له هغو کسانو یاست چي له دغه موبایلو څخه پوره کار اخلي او د بازار موجوده موبایلونه مو شوق نه پوره کوي نو زما مشوره دا ده چي دغه په لاندي خصوصیاتو ذکر شوی زیرک ټلیفون رانیسئ.
OnePlus3
وان پلس یو له هغه کمپنیو څخه دی چي په کال کي صرف یو موبایل بازار ته وړاندي کوي او هغه هم داسي چي د ځآنګرنې او قیمت په لحاظ د ټولو سر او شاهکار وي. دغه کمپنی نن په خپل دریم کال کي د وان پلس ۳ (OnePlus3) ټلیفون بازار ته وړاندی کړی. مخکي لدي چي دوه نور موبایلونه یعنی وان پلس۱ او وان پلس ۲ بازار ته وړاندي کیدل، له وړاندي به لا خلکو درخواستونه ورلیږل او په انلاین بڼه ټلیفونان ورته لیږل کیدل، او هر چا نشو کولای چي د دغه موبایل څښتن شي، لیکن سږ کال کمپنی دا هوکړه کړي چي هر هغه څوک چي د وان پلس شوق ولري، ضرور به ورته دغه موبایل ورلیږي، نو که تاسو هم په لاندي خصوصیاتو ذکر شوي موبایل ته شوق کیږي نو له نن څخه د پیسو ذخیره او پس انداز کول پیل کړی او داسي موبایل رانیسی چي د راتلونکی کال لپاره هم تر ټولو سر وي.
وان پلس ۳ موبایل ۵.۵ اینچه دی، ۶ جی بی ریم او ۶۴ جی بی حافظه یا میموری لري
مرکزی پروسیسر یې سنپدراګون ۸۲۰ دی، دغه موبایل په ډیر ښایسته ډیزاین سره له آلومینیم څخه جوړ دی، د ښیښي رزولوشن یې ۱۰۸۰ په ۱۹۲۰ پیکسله کې دی، اصلی دوربین یې ۱۶ میګاپیکسله او د سونی کمپنی دي او د مخ دوربین یې ۸ میګاپیکسله دی، بیټری یې ۳۰۰۰ میلی آمپیره چارج ذخیره کولای شي، د موبایل پنډوالی ۷.۳۵ میلی میتره دی او سیستم یې اندروید ۶.۱ مارشمالو لیکن سیانوژن ده.
چارجر یې سی C ډول دی او په ګوته د کولپیدو حسګر یعنی سیستم هم لري او بله ځانګرنه یې دا ده چي تور او سپین موډ (Dark Mode) سهولت چې یواځې په ځینو موبایلو کې شته هم لري. او برسیره پر دي ځینې نور ځانګړني هم لري مثلا: په یو ځل کولای شی لس ۱۰ پروګرامه پکي فعال او استعمال کړی، لیکن تر ټولو مهم یې د قیمت خبره ده چې له داسی خصوصیاتو سره که ورته موبایل د نورو کمپنیو لکه سامسونګ، ایچ تي سی، سونی یا هواوی کمپنی موبایل رانیسی نو باید لږ تر لږه ۲۵ زره یا دیرش زره پیسي به زیاتي دوکاندار ته ورکوی. نو لهذا کمپنۍ د پورته ذکر شوی موبایل قیمت ۳۹۹ ډالره ایښودلي چي زما په آند دغه موبایل داسی دی لکه وړیا چي درکول کیږي.