داعش! د بغدادي دمخالفانو ښځې زانيانې دي.

د دابق مجلې ۱۰مه ګڼه کې دام سمية المهاجر په نوم د يوې ښځې د (لا هنّ حلّ لهم ولا هم يحلّون لهنّ) تر عنوان لاندې يوه مقاله نشر کړې, او پکې يې ميړوښې ښځې هڅولي ترڅو خپل ميړونه پريږدي او د دار الاسلام (دداعش تر واک لاندې سيمې) په لور هجرت وکړي، په مقاله کې دجبهة النصرة په شمول دټولو هغو مجاهدينو ميرمنې مخاطبې شوي چې دبغدادي له خلافت سره په ټکر کې دي، او ورته ويل شوي چې ستاسې ميړونه مرتدان او له اسلام څخه وتلي دي نو ځکه له هغوی سره ستاسې نکاح شکیدلې ده، نو تاسې بايد هغوی پريږدئ او دخلافت په لور هجرت وکړئ، او که له دې وروسته هم تاسې له هغوی سره پاتې کيږئ او له هغوی سره ازدواجي اړيکې پالئ نو تاسې زانياتې ياستئ.