هرات کي دپولیسو ساتنمن په چاقو وژل شوی

ناڅرګندو کسانو دهرات ښار په ۱۰ ناحیه کي دنظم عامه دپولیسو یو ساتنمن په چاقو وهلی او وژلی دی.
دهرات ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چي ناڅرګند کسان ددغه ساتنمن کور ته ورغلي او درامین په نوم دپولیسو دغه ساتنمن يې په خپل کور کي وژلی او پلار يې ورټپي کړی دی.
دهرات دپولیسوویاند عبدالروف احمدي دغه پېښه تائید کړې او ويلې دي، چي دپيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.
دهرات دروغتون ویاند محمدرفیق شيرزي ویلي، چي له پيښي وروسته دوژل شوي ساتنمن جسد روغتون ته ور وړل شوی او په بدن يې دچاقو زیات شمېر ګوزارونه معلوميدل.
دچارواکو په وینا، چي تراوسه یې دپيښي په تړاو څوک نیولي نه دي.
عادل خپلواک