په فرانسه کې لس وګړي تښتول شوي

د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې نن سهار يو تن وسله وال د لباسونو په مغازه كې لس تنه برمته كړل. په پېښه كې د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو پوليسو څرګنده كړي چې پېښه سياسي بڼه نه لري. د پېښې اصلي لامل د برمته كوونكي شخص لخوا د مغازې نه د پېسو غلا ده.
دا مهال سيمه د امنيتي ځواكونو لخوا كلابند شوې ده .

باید وویل شي : چې په فرانسه کې تر دې وړاندي هم د وژنو او تښتونو پیښې رامنځته شوي ، چې اکثره به یې د اسلامپالو له لوري ترسره شوي وي . خو دا ځل تراوسه په خپلواک ډول لا څرګنده نه ده چې د پیښې لامل څه کیدای شی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button