تښته !  چې ژورنالیست راغی  …

لیکوال :زخمي افغان

تانگ بگریز که داتسن آمد … وایي  لوړه  تاریخی جمله د قهرمان ګریخت  آمر مسعودصیب  له مهمو ملفوظاتو څخه وه، چې  له طالبانو سره د څو کلنو جګړو په ترڅ کې به یي ورنه په  شفر او جدول نه بلکې په صریحو الفاظو یادونه کوله او د مقاومت (!) د جبهاتو ګریخت به په همدې جمله سره  شروع کیده .

وایي اوس ددې  جملې نوي  ورژنونه  هم راوتلي دي، چې  په سیاسي ، مطبوعاتي چاپیرچل کې په بیلابیلو مواردو کې ترېنه  استفاده کیږي .

د ع او غ د مشترک المنافع حکومت  له جوړېدو راوروسته  په نورو ستونزو سرباری یوه لویه ستونزه داده چې  ع او غ د خبریالانو مخ ته نه حاضریږي ،له هغې ورځې چې حامدکرزی له ارګ څخه کډه شوی ورسره د آزادانه مطبوعاتي کانفرانس دود هم کډه شوی دی،اشرف غني او عبدالله  ددې لپاره چې د خبریالانو له تیلفوني پوښتنو ځان خلاص کړي ځان ته یي دوه دوه  ویاندان او مرستیال ویاندان ټاکلي دي، چې ددوی په نمایندګۍ د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

خبریالان خو هسې د پوښتنو ګوډي بلل شوي ، چې که یي پوښتنې ځواب نه شي نو نږدې وي چې انفجار وکړي، د مشترک المنافع حکومت له شامته خبریالان خوارکیان دا یو کال همداسې په چاودن دي او هیڅ موقع نه ورپیدا کیږي چې یوځل خپل دپوښتنو ډک شاجورونه  په ع او غ باندې تش کړي .

څو ورځې وړاندې ډاکټر عبدالله چې دا یوکال یي له رسنیو ستر دی کندز ته تللی و، په کندز کې  د ولسي خلکو په یوه مجلس کې د حضور  په مهال د خلکو د پوښتنو له امله ناڅاپه د نوموړي  معلوماتي جلسه په مطبوعاتي کانفرانس واوښته او خلکو پوښتنې شروع کړې.

ډاکټر عبدالله  د ولسي خلکو څو ساده پوښتنو ته ځوابونه وویل، خو دلته  د ولسي خلکو په منځ کې د کندز څو خبریالان هم ناست و،هغوی  همدا شیبه فرصت  وبلله او ډاکټر عبدالله  یي د خپلو ژورنالیستیکي پوښتنو تر بمبار لاندې ونیو .

په کندز کې د بي بي سي د خبریال احمدیما د روایت له مخې وایي کله چې ډاکټر عبدالله  پوه شو چې غونډې ته د ولسي خلکو په جامه کې خبریالانو هم نفوذ کړی دی ، نو یي له ځان سره وویل : تښته چې ژورنالیست  راغلی … او په دې شیبه یي د خبریالانو د یوې ډمبارۍ پوښتنو د ځواب په ځای په مجلس کې ناست یوه ملاصاحب باندې غږ وکړ چې ملاصاحب  دعاء پرې راوکړه ،مجلس پای ته ورسید !

وایي ډاکټر عبدالله  له دعاء وروسته پرته  له خدای پامانۍ له مجلس څخه وتښتېد، همداسې سیده خپلې چورلکې ته وخوت  او دبلخ په خوایي  خپلې کړې… وایي د بلخ په هوایي ډګر چې کله عطا نور د عبدالله تښتیدلی رنګ  ولېد نو یې پوښتنه وکړه، چې ډاکټر صاحب ولې داسې وارخطا معلومیږي؟ وایي ډاکټر عبدالله  په لړزیدلی غږ ورته وویل چې : پوښتنې مه کوه بلا وه برکت یي نه و، د خبریالانوپه کمین کې ختلی وم هسې خدای په خیر راخلاص  کړم .

هشت صبح ورځپاڼه حکایت کوي چې پرون په کابل کې داشرف غني او خبریالانو ترمنځ هم همداسې خندنۍ تماشه جوړه شوې وه، اشرف غني چې دا یوکال تر فشار لاندې و چې باید دخبریالانو پوښتنې ځواب کړي،او حتی یوه خبریال په فیسبوک کې شرط لګولی و چې که چا په افغانستان کې دداعش په اړه داشرف غني له خولې یوه جمله راته راوایستله نو انعام به ورکړي ، پرون چې د مرکزي بانک د رئیس د معرفي کیدو غونډه وه ، نو یي د مطبوعاتي کانفرانس  ورکولو هوس کړی و.

وایي ارګ په شنه سهار خبریالانو ته خبر ورکړی و چې له غونډې شپږ ساعته مخکې باید خپلې پوښتنې ولسمشر ته ورسوي ،تر څو مفکرولسمشر ورباندې خپل تفکر وجنګوي او سم سم ځوابونه یي ووایي .

خبریالان چې د مطبوعاتي غونډو په قحطۍ کې یي دغه مشروطه خبري ناسته هم غنیمت بلله خوارکیانو په شنه سهار خپلې یو کلنې ورسره غوټه پوښتنې ترتیب کړې او ارګ ته لیږلې  وې چې یوه  یې په لاندې ډول وه .

محترم ولسمشر !

همدا اوس د حکومت دری واړو قوې له قانوني پلوه نامشروع او په هوا ولاړې دي  مثلا :

قاضی القضات سرپرست دی ، پارلمان تر وخت تیر دی او موجودو وکیلانو خپله موده پوره کړې ده ، اجرائیه ریاست هیڅ قانوني پشتوانه او توجیه نلري او خپله تاسو له غیرنارمال ، غیرقانوني او په اصطلاح شارټ کټ لارې څخه ولسمشرۍ ته رسیدلي یاست، چې په اساسي قانون خپل مشروعیت نه شئ ثابتولئ؟ د مشروعیت ددغه فراګیر بحران لپاره ستاسو ځواب او جبران څه دی ؟

وایي اشرف غني چې کله له غونډې شپږ ساعته مخکې د پوښتنو په لړۍ کې همدا لومړنۍ پوښتنه ولیده، سریي وخوځاوو، د پوښتنو لستونه یي باطله دانۍ ته خطا کړل او خپل سر ته یې داسې مضبوط ټس ورکړ  چې حاضر باش یې نیغ مخې ته ودرید او ورته کړه یې چې  بفرمایید داکتر صاحب !

وایي اشرف غني  د څو ښکنځلو له بادولو  وروسته فرمان صادر کړ چې ورشئ هغه مطبوعاتي مشاور مې راوغواړئ .

وایي کله چې مطبوعاتي مشاور راغی نواشرف غنی ورته له سلام کلام نه مخکې کړل چې : لعنت شه په تا او ستا په دې مشوره چې ماته دې ددې خبري کانفرانس په اړه راکوله، ته  اوس راشه دغه پوښتنې به د چا پلار ځواب کړي ؟

شپږ ساعته وروسته چې کله اشرف غني د ملي بانک د رئیس له معرفي کولو وروسته په تالار کې سترګې وغړولې او ویي لیدل چې یو لښکر خبریالان له پوښتنو داسې ډک ناست دي، نو پایڅې یي ورپورته کړې له ځان سره یې وویل : یو دوه دری … تښته اشرف خانه چې ژورنالیست راغلی … او بیا یي نو دخصوصي دروازې په خواورمنډه کړې او ایسته یې د خبري غونډې له تالاره  غوږونه راخلاص کړل .

وایي ماښام روژه مات چې کله  عبدالله او اشرف غني له خبریالانو د ګریخت کیسې سره شریکې کړې نو دواړو  په کړس کړس وخندل ، یو بل ته یې لاسونه ورکړل او په یوه غږ یي وویل : همداسې ده داکتر صیب ! د نر یا خرپ وي یا ترپ …

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button