د حزب اسلامي له مخکښ غړي ضابط عبدالجلیل سره ځانګړې مرکه

عام حزبیان له طالبانو سره هیڅ دښمني نلري

درنو لوستونکو !

تاسو شاهد یاست چې افغانستان د نویو تحولاتو او نوي وضعیت سره د مخامخ کیدو شاهد دی،له دې جملې یوه نوې موضوع په افغانستان کې دداعش د راټوکیدو موضوع ده .

څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي  افغانستان په رسمي ویب پاڼه شهادت  یوه اعلامیه نشر شوه  چې په کې د حزب د رهبرۍ لخوا ددې ګوند غړو ته ویل شوي وو چې د طالبانو په مقابل کې د داعش ملاتړ وکړي،ددغې موضوع او حزب اسلامي  د نور فعالیتونو په اړه مو ددې ګوند له یوه مخکښ غړي او جنوب غرب حوزه کې د اسلامي ګوند له  وتلي قومندان ضابط عبدالجلیل صاحب سره مرکه کړې چې ستاسو توجه ورته راګرځوو .

پوښتنه :څو ورځې وړاندي حزب اسلامي دیوه لارښود په توګه خپلو افرادو ته یو فرمان صادر کړ چې دشهادت په ویب پاڼه نشر شو، په دې بیان کې حزب اسلامي خپلو جنګیالو ته افغانستان کې دداعش په پلوۍ د جنګیدو امر کړی اؤ وئیلي یې دی چې که طالبان دداعش سره جنګیږي نو د حزب اسلامي پلویان به په دغه جګړه کې دداعش ملګرتیا کوي،دا بیان کې تاسو لیدلی وي په دې اړه ستاسو څه نظردي؟

جواب: بسم الله الرحمن الرحیم ــ الحمدلله وکفی والصلواة والسلام علی عباده الذین صطفی امابعد:

محترم وروره لکه څرنګه  چې تاسووویل همدا بیان چې تاسو تکرار کړ موږ هم د شهادت پر  ویب پاڼه ولید، زما  لپاره ډیر خواشینونکی او مایوسونکی وو،دا ډول جذباتي بیانونه ددې پرځای چې په افغانستان کې د مسلمانانو او افغانانو تر منځ اتحاد او اتفاق راولي برعکس نور هم دنفرت او  انشعاب اور   ته  لمن وهي،موږهیڅ دا فکر نه کاوه چې مشران دي داسی یو بیان ورکړی .

افغانستان ته د ۴۸ هیوادو کفار  راغلي دي افغانستان یې اشغال کړی دی،دکفري نړۍ استخباراتي شبکې دلته په کار بوختي دي،اشغالګروپه تیرو دیارلسو کالو کې سختې ضربې ولیدې په نظامي لحاظ له بشپړې ماتې او شکست سره مخ دي  اوس دوی غواړي چې له نورو لارو مسلمانان سره وویشي ا و په منځ کې یې بې اتفاقي اودرز  رامنځ ته کړي او له دې لارې دوي غواړي خپلو شومو موخو ته ورسیږي،اوس چې موږ د شهادت په ویب پاڼه کوم بیان وینو د اشغالګرو کفارو چې کوم هدف وو هغه ډیر ښه په اسانۍ سره ترسره شو،شهادت ویب پاڼه د حزب اسلامي رسمي ویب پاڼه ده هغوي باید داسی څه نشر نه کړي چې ګټه  یې کفارو ته رسیږي،داسی بیان که دهرچا وي شهادت ویب پاڼه یې باید نشر نه کړي ، ځکه دادریځ چې دحزب اسلامي له رسمي ادرسه خپور شوی دی دافغانستان دیوه په جهاد او مقاومت بوخت قشر سره دجګړې خبره پکې راغلې ده چې دابالکل دافغانانو اوپه ځانګړي ډول داشغال ضد مقاومت ترمنځ یو لوی درز دی چې په هیڅ صورت سره دتوجیه وړ نه دی دا معلومه خبره ده چې طالبانو داشغال په ضد قوي جګړه نه یواځي دا چې برخه یې پکې واخیسته بلکه دکامیابۍ ترسرحده یې رسولې ده ان شاء الله دطالبانو له مبارزې څخه ددوی دقیادت او افرادو دنیت سپېڅلتیا څرګندیږي دطالبانو تشبیه له شوری نظار سره هیڅ دتوجیه وړ نه ده او هیڅ دسالم عقل تقاضا نه ده نو بناء زه دشهادت ویب پاڼي له لوري خپره شوې اعلامیه کاملاً ردوم او دشهادت ویب پاڼي دغه جذباتي سیاست ته د شک په سترګه ګورم حالات دا تقاضا کوي چې دمسلمانانو ترمنځ داتحاد دراوستلو کوښښ وشي نه دا چې په لوی لاس ددوی ترمنځ دنفاق او بد بینۍ تخم وشیندل شي

دې کې هم شک نشته چې حزب اسلامي یو افغان شموله اصولي  تنظیم وو دافغانستان په قضایاوو کې دحزب دریځ ته په ښه سترګه کتل کېدل درهبرۍ په بنیاد یو پیاوړی تنظیم وو  دحزب اسلامي تنظیم چې اوس په کوم حال کې واقع  دی او کوم حال ته رسېدلی دی علت یې یواځي او یواځي ددوی جذباتي پرېکړي او دغه انتقامي سیاست دی چې نه یواځي دحزب بانفوذه غړي یې پردي کړل بلکه دحزب اسلامي په اړه یې دافغانانو اندېښنې را وپارولې

لومړی خو زه فکر نه کوم چې دا بیان دي دحزب دمشرانو له لوري تائید شوی وي خوکه بالفرض هغوی تائید کړی هم وي نو موږ یې په بشپړ ډول ردوو او دغه اعلامیې دافغانانو او مسلمانانو ترمنځ دخپلمنځي جنګ پيلامه بولو  او له شهادت ویب پاڼي څخه غوښتنه کوو چې ددغه  نشر شوي بیان تردید هم بیرته له خپلي ویب پاڼي څخه نشر کړي .

پوښتنه : په افغانستان کې ددولت اسلامي په نوم د نوې ډلې د راپیداکیدو په اړه مو نظر څه دی؟

ځواب :په  دې نژدې وخت کې په بعضو مجلاتو او اخبارونو ک لیدل کیږی چې به په ځینو نقاطو د افغانستان کې یوې ډلې د دولت اسلامي په نامه ظهور کړی دی او اسلامي امارت په جنګ کې ورسره درګیر دی، په افغانستان کې په دي اساس وخت کې  د داعش په نامه  فعالیت او جبهه پرانستلو ته شرعا او عقلا ضروت نشته، ځکه چې په ټول افغانستان کې د اشغالګرو په وړاندي منظم  حرکت  او مقاومت روان دی او عملا ګورو چې په افغانستان کې نوې ډلې اسلام او مسلمانانو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي او ګټه یې دښمن ته رسیږي د مسلمانانو تر منځ دلا زیات تفرق باعث کیږی  او موږ د داعش له دې  پالیسي سره  بالکل موافق نه یوچې د ځان او خپلې تګ لارې او ملګرو پرته هرڅو ک د ځان مخالف بولی او مرګ یې جایز ګڼي او یا په افغانستان کې په دغه نامه نور د افغانانو ویني توی شي او نور هم د افغانانو نفاق ته لمن ووهل شي نو په همدې خاطر باندی په دې اساس وخت کې  په افغانستان کې اتحاد او اتفاق ته ضرورت دی نه تفرقي ته

پوښتنه : که بیا هم حزب اسلامي په داخپله پرېکړه باندي پاته شي ددې پرېکړي اثرات به خپله په حزب اسلامي باندي څه وي ؟

ځواب : تاسي وګورئ کوم کسان چې اوس یې له ځانه داعش جوړ کړی دی یو وخت کې دطالبانو کسان وو او دطالبانو هغه کسان وو چې طالبان او حزب یې سره جنګول نو اوس څنګه کیدلای شي چې دغه کسان دي بیرته له حزب سره جوړ شي مثلاً داعش انتخاباتو ته هیڅ عقیده نلري او بالعکس حزب انتخابات دمشر دټاکلو یواځنۍ لار بولي تعجب خو دلته دی چې داعش په خپل دریځ کې طالبان نشي برداشت کولی سره له دې چې طالبان هم انتخابات نه مني نو حزب به څنګه برداشت کړي  چې انتخابات دحل یواځنۍ لار بولي ؟ بل افغانان دلته دداعش په پرتله له طالبانو سره مینه لري په مذهبي لحاظ او دجغرافیوي موقعیت له امله افغانان پوهیږي چې که دطالبانو حکومت راشي دراتلونکي نسل عقیده خوبه یې اسلامي او افغاني وي خو که دلته بل حکومت راځي نو اقلاً دنسل عقیده خو یې په خطر کې لويږي بله خبره داده چې افغانان په دې عقیده دي چې هره نوې ډله چې دلته راځي دخیر په ځای يې شرراوړی دی، نو ولي دیوې داسي ډلي ملاتړ وکړي چې هغه دلته نه ددوی له عقایدو سره لګیږي اونه ددوی دراتلونکي په ګټه وي .
پوښتنه : محترم قومندان صاحب ! په مجموع کې دحزب اسلامي سیاسي شکل ته که وګورو  یوډول ناڅرګندتیا پکې ښکاري مثلاً دوی د امریکایانو دیرغل  په لومړیوکې  دامریکايي اشغال په ضد دجهاد اعلان وکړ او عملاً یې هم دهیواد  په ځينو برخو کې په اشغالګرو باندي بریدونه ترسره کړل ،خو وروسته یې په دولت کې دننه دځينو کسانو شتون تائید شو او په دوه زره څوارلسم کال دجمهوري ریاست په انتخاباتو کې خو ښاغلي حکمتیار صاحب دخپل ګوند په نمایندګي له قطب الدین هلال صیب څخه ملاتړ هم وکړ او دخپل کاندید په توګه یې وړاندي کړ  دغه راز موږ  داسي راپورنه هم ترلاسه کړل چې په حزب اسلامي کې بانفوذه څېرې په تدریجي ډول ګوند پريږدي  دا ډول مذبذب سیاست څه معنی ؟  او ولي ؟

ځواب : ستاسي پوښتنه ډیره پرځاي ده، تاریخ هم شاهد دی اشغالګر چې کله افغانستان ته راغلل او داسلامي امارت حکومت یې له منځه یووړ  حکمتیار صاحب دجهاد اعلان وکړ او ټولو افغانانو ورته لبیک ووایه، زما هغه وختونه هم یاد چې حکمتیار صاحب له ایران څخه راغی  افغانستان او بیا کونړ ولایت ته په رسیدو کې مي ډېره زیاته همکاري ورسره وکړه، هغه مهال حکمتیار صاحب هم په جهاد کې ډېر جدي وو خو دځينو اشتباه ګانو له امله موږ دحزب اسلامي له ګوندڅخه مایوسه شولو حکمتیار صاحب زموږ په هغو قربانیو شاهد دی چې موږ په جنوب غرب کې ورکړې داچې دحزب اسلامي ځیني غړي په یوه او بل نامه دولت ته ورغلل او له دولت سره یې ګډ کار شروع کړ بیا حکمتیار صاحب دقطب الدین هلال ملاتړ وکړ او وروسته بیرته پرې پېښمانه شو او دایې یوه اشتباه وګڼله دا ټول دحزب اسلامي دجذباتي سیاست نتېجې وې چې یو سالم او اصولي ګوند یې تر دې ځایه راورساوه چې په ټول افغانستان کې یې غیر اصولي او ثابت دریځ نه لرونکی ګوند وښود.زما په نظر دحزب اسلامي ډیری پریکړې او مخالفتونه عقدوي دي او دڅو قدرت طلبه اشخاصو مشورې دي عام حزبیان د حزب اسلامي له دا ډول تګلارې سره موافق نه دي.

پوښتنه : یعنی ستاسي په نظر  پکار خو دا وه چې له بانفوذه څېرو سره په مشوره حزب اسلامي اقدامات کړي وای ؟ مثلاً تاسي په جنوب غرب حوزه کې دحزب اسلامي یو مخکښ غړی وئ او داشغال په ضد مقاومت کې مو فعاله ونډه واخیسته خو دحزب اسلامي دنه توجه له امله تاسي له حزب اسلامي نه زړه ماتي شوئ.

ځواب : بالکل  موږ وایو چې دجهاد په پيل کې چې کله حکمتیار صیب له ایران څخه حرکت راکوي او دپاکستان کوټې ښار ته راځي زه له کوټې ترکونړه ورسره ملګری یم او هلته دجهادي مقاومت په پيل کې زموږ اقدامات او  دحزب اسلامي  په پرمختګ  کې زموږ نه ستړیکېدونکي هڅي هغه څه دي چې حکمتیار صیب پرې خبر دی  حکمتیار صیب خپله له طالبانو سره هغه مهال ډېره همدردي لرله،  مثلاً کله چې حکمیتار صیب دپاکستان کوټي ښار ته له ایران څخه راورسېد موږ داسي ځای وو چې هلته څه طالبان هم موجود وو حکمتیار صیب ټینګار کاوو چې موږ پرېږده او دطالبانو خدمت وکړه خپله دحکمتیار صیب داخوښه وه چې له طالبانوسره اتحاد رامنځ ته شي ځکه نوموړي  ویل چې دافغانستان په اړه دطالبانو قرباني بې مثاله ده او دا ډول قرباني هرڅوک نشي ورکولی ،خوحکمتیار صیب ته چې اوس کوم خلګ مشورې ورکوي او یا دی مشورې ورسره کوي، داکسان په هغه وخت کې یو هم نه وو، موږ په هره برخه  کې له حکمتیار صاحب سره مرستي کړي دي په اقتصادي برخه کې زیاته اندازه نقدي مرستې موږ  حزب اسلامي ته ورکړي دي، په نظامي برخه کې داشغال په ضد اول عملیات موږ ترسره کړل او اوله جبهه زموږ جوړه شوه، خو له دې ټولو قربانیو سره سره له موږ سره دحزب دقیادت له لوري مشوره نه ده شوې، ځکه دوی په دې پوهېدل چې که له موږ سره مشوره وشي په ډیرو پریکړو کې  چې دمسلمانانو او افغانانو ترمنځ لا نفرتونه زیږوي ،موږ توافق نه ورسره کوو، له کومو کسانوسره  چې اوس حکمتیار صاحب مشورې کوي ددوی دمشورو په سبب حزب ټوټه ټوټه شو او خپل اصلي حیثیت یې له لاسه ورکړ .

پوښتنه :محترم قومندان صاحب تاسي دروسانو داشغال په مهال هم په جنوب غرب کې فعاله جبهه درلوده او اوس مو دامریکایي اشغال په ضد هم جبهه فعاله ده ستاسي اوسني عملیات داشغالګرو په ضد تر ډېره له طالبانو سره په همږغي ترسره شوي دي، په داسي حال کې چې دحزب اسلامي رسمي دریځ دطالبانو په اړه دادی چې طالبان  حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترګه ګوري،تاسو خو دا ډیر کلونه له طالبانو سره همسنګره پاته شوي د حزب اسلامي دا خبره تر کومه حده په واقعیت ولاړه ده؟

ځواب : کله چې د امریکایي اشغال په ضد مقاومت پیل کېدی په حزبیانو کې د اشغال په ضد جهادي روحیه ډېره ضعیفه وه یعنی دوی ته له امریکا سره جکړه یوه پېچلې اوستونزمنه جګړه برېښېده، بالعکس دا روحیه په طالبانو کې ډېره قوي وه او دطالبانو له اقداماتو داسي څرګندېدله چې قرباني ته چمتوکسان دي ددغو دواړو روحیو له پرتله کېدو او له طالبانو سره زموږ دلس کلن ګډکار له امله موږ  له طالبانو سره نژدې پاته شولو موږ چې څه عملیات په جنوب غرب کې کړي دي ټول مو له طالبان وسره په پوره هماهنګي ترسره کړي دي تر دې حده چې زموږ څه ضرورت پېښ شوی دی، طالبانو خپل ټول وسائل زموږ په اختیار کې راکړي دي، بې له دې چې موږ ته دحزبي په نامه ووایي او یا دشک په سترګه راته وګوري.

دمقاومت په پيل کې د حزب اسلامي وسائل او شرائط نه وو برابر او جهاد هم یو فرض عین کار وو نو موږ په ډېرو مواردو کې له طالبانو څخه مرسته غوښتې ده او هغوی هم په پوره اخلاص زموږ همکاري کړې ده، طالبانو زموږ مشورو ته غوږ نیوه او زموږ یې ډېر احترام کړی دی، زه خپله  طالبانو خپلو مهمو غونډو ته بللی یم  او برخه مي پکې اخیستې ده،   داچې زموږ  اصلي هدف داشغالګرو ځپل وو طالبانو موږ ته ډېر احترام درلود، کله که څه خبري راغلي وي د دواړو لورو په مشوره سره هرڅه حل شوي دي، نو په مجموع کې ویلای شو چې دحکمتیار صاحب مشورې له متعصبو کړیو څخه سرچینه اخلي دی باید ددې پرځای چې له متعصبینو سره مشورې وکړي دداسي کسانو مشورو ته غوږ ونیسي چې دطالبانو او حزب ترمنځ نژدېوالي سره راولي او دواړه په یوه سنګر کې داشغالګرو او دهغوی ګوډاګیانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

پوښتنه : محترم حاجي صاحب هغوکسانوته  چې دحزب اسلامي تر بیرغ لاندي یې دطالب ترڅنګ داشغال په وړاندي  قرباني ورکړې ده او په یوه نه یوه ډول  همکار سره پاتي شوي دي پيغام مو ورته څه دی ؟ ددوی هغه قرباني چې داشغال په وړاندي یې ورکړې ده دحزب اسلامي د نوي او تازه دريځ قرباني کیږي خو به نه ؟

ځواب : ترکومه حده چې زه دحزب اسلامي غړي پيژنم اوس یې هم ډېر مخکښ غړي له طالبانو سره یوځای داشغالګرو په وړاندي ډېر عملیات په مخ وړي نو دوی ته مي پيغام  دادی چې په اوس وخت کې زموږ مطلب داشغال خاتمه ده اشغالګرو ته ماتې ورکول او دهغوی لاسپوڅی نظام نړول دی هرڅوک چې موږ دغه هدف ته رسوي باید دهغه کلک ملاتړ وکړو او د دوی په قرباني باندي ویاړو  دحزب اسلامي نوې پرېکړه یوه شخصي پرېکړه ده چې دټولو حزبیانو نمایندګي نه شي کولای .

پوښتنه :   ستاسي په نظر اصلي لامل څه دی چې څورالس کاله وروسته حزب اسلامي خپله لار جلا کوي هغه هم دهغو کسانو په ضد چې ستاسي په وینا څورالس کاله یې داشغال په ضد ستري ستري قربانۍ ورکړې عمده علت او لامل یې څه دی ؟

ځواب : ما مخکي هم اشاره ورته وکړه چې دحزب اسلامي سیاسي تصامیم جذباتي او انتقامي دي هر وخت چې حزب اسلامي په سیاست کې له جذبې څخه کار اخیستیی دی وروسته یې پېښمانې پرې څرګنده کړې ده دطالبانو په صف کې به هم ځیني تېروتني وي دجنګ حالت داسي نشي کېدای چې هم دي جنګ روان وي او هم دي دیوه صف تول افراد ملائکي وي  دطالبانو داتیا فیصده کسانو هدف دلته داشغال ځپل او اسلامي نظام راوستل دي خو شل فیصده به یې څه ناڅه تعصب کوي حزب اسلامي دشل فیصده طالبانو دتعصب له امله جذباتي پرېکړي کوي چې دا په هیڅ صورت سره یوه ګوند ته نه ښایي،  مخکیني خبري ته اشاره کوم زموږ اول هدف اوس داشغالګرو ځپل دي داشغالګرو په ځپلو کې طالبانو ډېري قربانۍ ورکړي دي او دمقاومت په رهبري کې کافي تجربه لري    زه دا وایم کوم مقاومت چې طالبانو دامارت ترعنوان لاندي شروع کړی دی که بالفرض دا مقاومت حکمتیار شروع کړی وای او قیادت اورهبري یې دده په لاس وای نو ما به طالبانو ته دامشوره ورکړې وای چې دحکمتیار صیب په ضد له اقداماتو څخه ډډه وکړي نو اوس چې دا مقاومت طالب پيل کړی دی  ځان ته مي هم او بل ورورته مي هم دامشوره ده چې باید له مخالفت څخه یې لاس واخلي ځکه دا وروڼه قرباني ته په پوره اخلاص چمتو دي دافغانستان په ټولنه کې موږ ته مشکله ده چې داسلام او دین دساتني لپاره دا ډول قرباني ورکونکي ډله ومومو چې په سر او مال او په ډیر اخلاص دی د اشغال د خاتمې لپاره راوتلي وي.

پوښتنه : حزب اسلامي ادعا لري چې دوی له څلویښتوکلونو راهیسي په افغانستان مبارزه پرمخ وړي او دمبارزې دپرمخ بېولو سابقه لري اوس دامریکایي اشغال په ضد په افغانستان کې ۹۰ فیصده مقاومت دطالبانو له لوري روان دی څه فکر کوئ دوی خوبه دخپلي مبارزې سابقې ته په کتلو باندي دانه غواړي چې اوس هم په افغانستان کې مطرح پاته شي او ددوی په دغه پالیسي باندي ددوی ټینګار ددوی راتلونکي ته څنګه ارزوئ ؟

ځواب : په دې شک نشته چې حزب اسلامي له ډېره وخت په افغانستان کې اسلامي مبارزه په مخ وړي په ځانګړي ډول دروسانو په وهلو ډبولو کې حزب اسلامي ډېر ښه کردار ادا کړی دی له دې حقیقت څخه سترګي پټول به ډېره ناانصافي وي چې دتېرجهاد په مهال دحزب اسلامي  مبارزې بابېزه وګڼل شي امّا اوس باید دامریکایي اشغال په ضد دطالبانو له مبارزې هم سترګي پټي نه کړو څرنګه قرباني چې دروسي اشغال په وړاندي حزب اسلامي ورکړې ده دامریکایي اشغال په ضدطالبانو هم دغه ډول قرباني ورکړې ده دا منظم مقاومت چې طالب پرمخ بیایي موږ ته ددې اجازه نه راکوي چې دطالب په وړاندي اقدامات وکړو تاسي وګورئ دروسانو په ضد دجهاد په مهال په شمال کې دا ډول عملیات نه دي ترسره شوي په مجموع کې په ټول افغانستان کې یوه ولسوالۍ هم له جهادي مبارزې خوندي نه ده پاته.

اوس مهال له طالب سره اختلاف داشغال په ګټه دی یوځل باید اشغال له منځه یووړل شي داشغالګرو له لوري نصب شوي حکومت له منځه ولاړ شي اوس که خدای ناخواسته  موږ اختلاف ته لمن وهو په حقیقت کې موږ داشغالګرو هغه ستراتیژي پلې کوو چې دنظامي شکست وروسته یې دوی پلي کول غوښتل .

پوښتنه : تاسي وړاندي اشاره وکړه چې له طالبانوسره نژدې پاته شوي یاست او دهغوی له مشرانو سره مو له نژدې ملاقاتونه کړي دي  نو که دحزب اسلامي ځيني غړي طالبانو ته ورشي او په اصطلاح له اسلامي امارت سره یوځای شي ستاسي په نظر طالبان به یې برداشت کړي او له ځان سره دملګرو په صفت به یې ومني ؟

ځواب : په دې کې هیڅ شک نشته موږ په وار وار لیدلي دي چې په ډیرو برخو کې طالبانو  له حزبیانو سره  همکاري کړې ده او حزبیانو ته یې په خپل صف کې ځای ورکړی دی زموږ حزبیان ملګري له موږ سره طالبانو ته تلل راتلل طالبانو هیڅ مشکل نه دی ورته ایجاد کړی او پرته له کوم قیده یې منل داوس چې په کابل کې کله حزب اسلامي عملیات کوي طالبان یې اکمالات کوي او مشکلات یې ورحل کوي .

اوس چې طالبانو مقاومت کونکوته کوم شرائط برابر کړي دي اودپوره نفوذ حرکت دی نو له همدې امله جهادي قیادت هم باید ددوي په لاس کې وي او په مطبوعاتو باندي هم طالبان راڅرګند شي چې دا دواړه کارونو کې حزب عقدوي مشکل لري دقیادت په اړه هم دوی واک غواړي او په مطبوعاتو کې دڅرګندېدلو په برخه کې هم .

پوښتنه : محترم قومندان صاحب ! دحزب اسلامي ډېر مهم کسان اوس مهال په اوسني حکومت کې ډېر فعال دي حتی دولایتونو او وزارتونو په سطحه له لوړو چوکیو باندي مقرر دي ستاسي پیغام ورته څه دی ځکه دوی یو وخت دیوه اسلامي ګوند غړي پاتي شوي دي او ددوی مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار داشغال په آوائلو کې دجهاد اعلان وکړ او داشغالګرو له لوري راوستل شوي نظامونه یې نامشروع او ګوډاګیان وګڼل له دې سره سره دوی اوس په یادو نظامونو کې دمخښکو چارواکو په حیث پيژندل کيږي ؟

ځواب : بلې په دې کې شک نشته چې حکمتیار صاحب دجهاد اعلان وکړ مګر دغو وروڼو بې له دې چې دحکمتیار صیب لار تعقیب کړي له هغه چا سره ملګري شول چې داشغالګرو له لوري په افغانانو باندي مسلط شوي دي دوی باید که دحکمتیار صیب دتګلاري تعقیب په وس پوره نه وو اقلاً پخپلو کورنو خوبه کښېنستلي وای نو چې دوی نه دخپل قائد لاره تعقیب کړه او نه یې په کور کښېناستل غوره کړل له یوه داسي نظام سره یوځای شول چې دوی یې هم په فساد او ظلم باندي اقرار کوي،نه یوازي د حزب اسلامي خلګو ته بلکي ټولو هغو کسانو ته چې د کابل په دې دوه سرې نظامي کې کار کوي دوي ته می د خیر خواهۍ مشوره داده  ،چې له داسي نظام څخه دي راووځي او له خپل ولس سره دي په ګډه ددغه نظام په چپه کولو کې برخه واخلي، ځکه دغلامي ترسل کلن ژوند یوه دقیقه آزاد او دالله په لار کې ژوند بهتر دی، که له مجاهدینو سره مرسته نشئ کولی نو اقلاً په خپل کور خو دي کښېني دغو غلامو ادارو ته په ورتګ سره خو دي دهغوی تعداد نه زیاتوي، دوی ته خپلو کورونو ته په ستنېدا کې هیڅ مشکل نشته په وار وار طالبانو هم او حزب اسلامي هم اعلانونه کړي دي چې هرڅوک له دغي اجیري ادارې څخه راوځي موږ هرکلی ورته وایو .

پوښتنه : داچې تاسي له دې ډول کسانو سره چې دحزب له لوري دکابل حکومت ته ور رغلي هرو مرو به رابطه لرئ هلته په حکومت کې دوی ته په کومه سترګه کتل کیږي ؟
ځواب : یواځي حزبیان نه بلکه په ګوډاګۍ اداره کې هرڅومره دلوړ منصب خاوند یې حیثیت نلري او په ډېر ذلیل او لوېدلي حالت کې قرار لري نو بیا دداسي تنظیم غړي چې مشر یې دحکومت په ضد دجهاد اعلان کړی وي هغه به دغه حکومت کې څه ډول حیثیت ترلاسه کړئ ؟

پوښتنه : قومندان صاحب ! دا چې حزب اسلامي له یوه پلوه په هیواد کې څه ناڅه داشغال ضد مقاومت کې برخه لري او موږ وینو چې ځيني دپوهنتونومحصلین  اودمکتبونو شاګردان چې اکثره یې تنکي او جذباتي زلمیان  دي دجهاد په مینه اور روحیه باندي  سمبال   دي او ځانونه  حزب اسلامي ته منسوب ګڼي دحزب اسلامي وروستۍ پرېکړه چې دطالبانوپه ضد دداعش ملاتړ کوي ددغو محصلینو په جهادي روحیه باندي به څه اغیزه ولري ؟ او دوی ته مو پيغام څه دی چې په داسي حساسو شرائطو کې دوی کوم جهت خپل کړي ؟

ځواب : دحزب اسلامي وروستۍ پرېکړي په اړه دحزب ټولو غړو ته دا وایم چې دا یو محض تعصب دی ددې ډول پرېکړو منل به دافغانانو ترمنځ یوه نوې فتنه را ولاړه کړي چې مخه نیول به یې بیا دحکمتیار صیب له وسه هم بهر وي دا یوه شخصي پرېکړه ده چې له حزب اسلامي څخه درسمي دریځ په بڼه نشر شوله دټولو حزبیانو که مجاهدین دي که محصلين دي که دحزب اسلامي فکراً ملګري دي ټول ددې پرېکړي سخت مخالف دی تاسي وګورئ په افغانستان کې به داسي کور نه وي چې یابه حزبي یاطالب ونلري ،نوکه  داپرېکړه ومنل شي نو دا معنی چې ټول افغانان دي په یوه بله جګړه کې سره ښکېل شي، دحزب اسلامي ټول وروڼه باید اساسي هدف او خپل نصب العین داشغالګرو په ضد جهاد وګرځوي، داجهاد وړه خبره نه ده دا یوه لویه معرکه ده خامخا د ټولنې  دغړو ترمنځ به څه ناڅه مشکلات پیښیږي څوک به مظلوم واقع کیږي څوک به ظالم ، خو موږ به توجه نه ورته کوو که خدای ناخواسته موږ توجه ورته کوو نو اشغالګر به مو په وطن کې ارام ګرځي خپل هدفونه به ترسره کوي موږ به په خپل منځ کې سره اخته یو

پوښتنه : تاسي مخکي یادونه وکړه چې په طالبانو کې به ځیني کسان عقده لرونکي او تعصب پالونکي وي ستاسي مشوره ورته څه ده دوی باید څه وکړي چې دمختلفو تنظیمونو کسان نور هم په ځان باندي راټول کړي په بل عبارت څنګه کولای شي مقاومت لاقوي او تریوه امرلاندي یې رهبري کړي ؟

ځواب : طالبانو ورڼو ته مو مشوره داده چې الحمدلله ستاسي دبې سارو قربانیو په برکت دادی اشغالګر وځپل شول ستاسي قربانیو دافغانستان په تاریخ کې دقربانیو یو نوی باب پرانیست ستاسي دبري راز ستاسي اتحاد او اتفاق دی تاسي چې په کومه درجه دخپل صف اتحاد ته توجه کړې ده دغه ډول په اخلاقي لحاظ هم دنورو تنظیمونو دراجلبولو لپاره هلي ځلي وکړئ که د هرګوند غړي وي باید په لاښه احترام سره ښه راغلاست ورته وویل شي او داشغال ضد مقاومت کې کار ورڅخه واخیستل شي

ډیر درانه او قدرمن قومندان صاحب دا چې له خپلو ټولو مصروفیتونو سره سره مو زموږ ډیرو پوښتنو ته په خورا حوصله باندي ځوابونه وویل ستاسو څخه یو جهان مننه کوو

ــ له تاسو هم مننه کوو چې زموږ اواز تر نورو ورسوئ.

پاي

 مرکیال : احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button