د بندیانو د تبادلې لړۍ؛ طالبانو ۱۱عسکر او حکومت لسګونه طالب بندیان آزاد کړل

عزم سه شنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۹):دحکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې نن لسګونه تنه نور زندانیان ددواړو لوریو ترمنځ تبادله شوي دي.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، د بندیانو د تبادلې په لړ کې یې داځل له پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه یوولس۱۱ دولتي عسکر او پولیس تازه له بنده خوشي کړي دي.
د طالبانو سرچینو ویلي، د آزادو شویو دولتي عسکرو له ډلې یې ۵ تنه په لوګر، درې۳ په پکتیا او درې نور هم په پکتیکا ولایت کې له خپلو محابسو خوشي کړي او د لارې د خرڅ په ګډون یې نغدي مرسته ورسره کړې ده.
طالبانو تیرو دو ورځو په کندهار ولایت کې ۴۰تنه عسکر له بنده خوشي کړي وو.
نن دلوګر، پکتیا او پکتیکا په ولایاتو کې د اسلامي امارت له محابسو څخه د کابل ادارې ۱۱ تنه عسکر او پولیس خوشې شول او د مرستې له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.
— Suhail Shaheen. محمد سهیل شاهین (@suhailshaheen1) July 14, 2020
بلخوا بیا سرچینې وایي چې نن د باګرام له زندان څخه ۵۱ تنه طالب بندیان آزاد شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه بندیان د دوحې د لست مطابق دي او دغه پروسه به دوام لري