اى! زه خو هسې هم د شهادت په خوب ويده وم ــ خو ستا لپاره دا وحشت په کار نه وو سړيه

 

بې تا مي پر وجود د بل چا وار نه وو سړيه
وسرته مي ولاړ هيڅ يو اغيار نه وو سړيه

اى! زه خو هسې هم د شهادت په خوب ويده وم
خو ستا لپاره دا وحشت په کار نه وو سړيه

سرې سترګي شيطاني نشه کي غرق وي ستمګره
په زړه کي دي له رب څخه هيڅ ډار نه وو سړيه

چى تا مي پر شهيد وجود د تبر ګوزار وکړو
په زړه کي د مٶمــــنـــو هيڅ قرار نه وو سړيه

راځې به د حساب کتاب ميدان ته انتظار شه
خو خير که مي په دې صحنه کي يار نه وو سړيه

الفت دي د شهيديار په ظلمو دومره زهيرکړم
په ژوند کي د خوښۍ مي هيڅ اظهار نه وو سړيه

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button