ګوګل د یوه افغان محصل په لاس جوړ شوی طبي اپلیکېشن منلی

عزم(پنجشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۲): باختر خبري اژانس وایي چې یوه افغان زده کړیال یو طبي کاریال جوړ کړی چې د ګوګل کمپنۍ هم ومانه.
ویل کیږي چې د خوست د شیخ ذاهد پوهنتون یو افغان محصل موده وړاندې په طبي برخه کې یو کاریال نندارې ته وړاندې کړی و چې روغتیایي کتابونه یې په وړیا ډول د طب تر زده کړیالانو رسول.
دا زده کړیال همت الله همت نومېده، چې څه وخت وړاندې یې په خپل زیار داسې یو کاریال جوړ کړی و چې د طب پوهنځي د محصلینو او د روغتیاپالانو لپاره ګټور دی.
همت، څه وخت وړاندې خپل کاریال په خوست کې یوه نندارتون ته وړاندې کړ. دی وایي چې د دې کاریال لویه ګټه دا ده چې د روغتیا د برخې زرګونه کتابونه په وړیا ډول د روغتیاپالانو لاسونو ته رسیږي.
د همت له انده چې په دغه کاریال کې د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت کتابونه شته چې په بازارونو کې یې موندنه ستونزمنه ده.