د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته د سپټمبر په۲۹مه جوړیږي

عزم: (پنج‌شنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۲): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې جوړېږي.

په دې ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې او د اسلامي امارت لخوا منل شوې ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون (چهارشنبه) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو استازي د افغانستان پر اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د ننه د پخلاینې په تړاو خبرې وکړي.

زخارووا زیاته کړې، ” ټاکل شوې د مسکو فارمټ ناسته په کازان ښار کې جوړه شي. په دې ناسته کې به د سیمې هېوادونه د افغانستان پر اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د پخلاینې په تړاو چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت سبب ګرځي، خبرې وکړي.”

تېره میاشت د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د مسکو فارمټ ناستې اصلي اجڼدا به په افغانستان کې د لنډمهالي یا سرپرست حکومت په پراخ بنسټه کولو خبرې وي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې په ځلونو ځلونو ویلي چې حکومت یې ټول‌ګډونه او په دې برخه کې د هیچا فرمایشونه نه مني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button