د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ګډ بازار جوړېږي

عزم: (پنجشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۲): په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمهییزو مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت په «بالامرغاب» ولسوالۍ کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نوې ترانزیتي لار پرانیستل شي. د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري نن (پنجشنبه) بادغیس ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغې ترانزیتي لارې د پرانیستلو اعلان وکړ. چارواکو ویلي، د دغې ترانزیتي لارې د پیل امر د دې سیمې د خلکو په غوښتنه د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاد له خوا صادر شوی دی. تر دې وړاندې د بادغیس د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهانو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پر پوله د «توره شیخ» په بندر کې د سوداګرۍ د ودې او د دې سیمې اوسېدونکو ته د کاري چاپېریال د رامنځته کېدو په موخه د ګډ بازار د جوړېدو غوښتنه کړې وه. د یادولو ده چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت مسولانو له نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې کړي دي. دغه راز اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره یې د اقتصادي او اقتصادي ودې په موخه د هر راز اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړی.