له اسرائیلو سره زموږ کړکېچ / څلورمه برخه

لیکوال: د. علي الطنطاوي
ژباړه: انوارالحق عاصم

يهودان انګېري چې دوی باندې تېری وشو،دوی تعذيب شول ، هټلر ددوي مونډ وويست او اولادونه يې ور ووژل، نو د نړۍ سترو دولتونو زړونو کې پردوی (رحم!) راغی او ويې غوښتل چې يو دولت ورته جوړ کړي ، خودوی نوره خاوره ونه مونده، مونږ يې په زور له خپلو مېنو وويستلو، په خيرات کې يې زمونږ هېواد ورکړ، د متمدّنو خلکو وزير!([2]) چې دهوسيو په جامه کې لېوان دي راغی او ژمنه يې ورسره وکړه چې د اسلامي هېوادونو په منځ کې به ورته پناه ځای ورکړي : هغه څه يې ورته ډالۍ کړل چې ده يې پخپله واک نه درلود اودوی هم ددې ډالۍ وړ نه وو، د بشر په تاريخ کې دا له شرمه ډکه هغه قضيه ده چې اوس او په تېر کې کوم ساری نلري، نن دوی مونږ اوربند او سولې ته رابولي وايي چې: آيا سوله غوره نده، ولې وينې تويې شي؟ او ولې مرګ ژوبله وشي؟.

هغه سوله چې دوی ورته مونږ رابولي دداسې غل سره سوله ده چې ستا په کور درننوځي، د کورنۍ ځينې غړي دې ووژني، ستا د کور يوه برخه کې استوګن شي خو کله چې ته د هغه ويستل غواړې نو وايي: دې (ترهګر) ته وګوره…

او د ترهګرۍ([3]) پر وړاندې جنګ ته خلک هم رابولي!.

مونږ راپورته شوي يو او له خپلې خاورې دفاع کوو، دا دفاع زمونږ حق دی، داسې به څوک وي چې د خپلې خاورې په اشغال چپ پاتې کېږي؟ آيا امريکا او برطانيا دا خوښوي چې يو دښمن يې د واشنګټن او لندن د خاورې څه برخه اشغال کړي، وژنې، لوټمار وکړي او د سترو جرائمو مرتکب شي؛ بيا ووايي چې: جنګ د څه لپاره؟ راځئ چې سوله وکړو.

٭٭٭

مونږ په کال ۱۹۴۸م کې وجنګېدو او د بري څرکونه هم ولګېدل خو دوی(امريکا او برطانیه) مونږ په جبر سره سولې ته اړ کړو([4])، زمونږ لاسونه يې وتړل، د دښمن په لاس يې ورکړو، زمونږ ځواک او تجربه کمه وه نو په لومه کې يې واچولو، د يهودانو لاس هم ترمونږ راورسېد او د بې زړه په څېر ګوزار يې وکړ، بې زړه انسان چې کله فرصت پيدا کړي نو په ټول ځواک سره يو دم ګوزار کوي چې د بل ګوزار توان بيا نلري، او د شپې په تياره کې ګوزار کوي چې يا خو پکې نجات ومومي او يا پکې سر وخوري.

خو اوس شپه پای ته ورسېده، ويده هم بيدار شو، کوچنی هم رالوي او تنه يې غښتلې شوه، آيا تاسې هغه نيالګي ليدلي دي چې د سرکونو غاړو ته کېنول کيږي د ډېرې نازکتيا نه د اوسپنې پنجرې ترې چاپېرېږي ، پدې پنجرو باندې تکيه کوي او دا يې يو ډول بند وي خو چې کله يې تنه ځواکمنه او په ځان بسيا شي، نو پنجره ترې لرې شي ، يا ترې ځېلۍ تاو شي او په ځان کې يې راونغاړي.

نن مونږ هم ددغې ونې په څېر يو چې تنه يې غښتلې شوې، يو وخت مونږ د تازه څانګې په څېر وو چې تکيه ته اړ وو چې ځان پرې نېغ کړو.

له شک پرته چې ټول هرڅه څرګند او خپل اصلي حالت ته وګرځېدل، له څېرې يې پرده لږه پورته شوه او خلکو يې اصليت وليد، او دا د رمضان جګړې پورته کړه (موخه مې د اکتوبر جګړه وه([5])، له دې جګړې وروسته اسرائيل په خپلو سترګو کې هم سپک شو او ددې مبارک حرکت پر مټ ددوي سپکاوی نور هم زيات شودوی لکه هغه بال چې کوچنيان پرې لوبې کوي خو چې لږ سوری پکې وشي نو هوا ترې ووځي، اسرئيل وشرمېدل او حقيقت يې مخې ته راغی، حتی داسرائيلو راديو هم له دې وروسته مسخره شوه او خپل باور يې له لاسه ورکړ تردې هغه اشتهارات او رسنۍ هم پروپاګند شوې چې دوی پرې خلک ډارول، اسرائيلو هيڅکله هم د کرايسکي- چې د نمسا دولت مشاور وو-([6]) په مرسته د پام وړ څه ونکړل سربېره پردې چې دا يو يهودي وو خو بيا يې نصرانيت ومانه، اسرائيلو هغه ته خبرداری ورکړ، دهغه پر مټ يې د متحدينو مرسته راجلب کړه، په ټول ځواک سره يې پر هغه فشار راوړ تردې چې نيکسون په خپله داخل شو، زَړه او بدبخته کولدا مائير په خپله لاړه ترڅو په (شوناو) کې د شر لاره بيا پرانيزي چې اسرائيلو ته ترې (۸۰) زره پوهان، کارګران او صنعت کاران تېر شول ترڅو زمونږ په خلاف جګړه کې د اسرائيلو پوځيان شي، خو اسرائيل د خپلو رسنيو، متحدينو او لومړي وزير په سپکېدو سره ناهيلي راستانه شول، او دا د رمضان په جګړه کې وشول.
ــــــــــــــــــ
[2] – لورد بلفور هغه مهال د انګلستان د بهرنيو چارو وزير.

[3]-مونږ هره ورځ اورو چې يو فلسطيني د ترهګرۍ (اشغال پر وړاندې مقاومت) په تور بندي شو، آيا د يو حرامي مجرم پر وړاندې مقاومت هم ترهګري ده چې ستا کور يې اشغال کړی وي؟.

[4]-پدې جګړه کې زمونږ ځواکونه بري ته نږدې وو چې امريکا او برطانيه پر مونږ فشار راوړ ، پر مونږ يې د وسلې پلور ودراوه مونږ اوربند ته اړ شو او لاسته راغلې بريا مو له لاسه ووتله(ژباړن).

[5]- دا جګړه په (۱۹۷۳) کې د مصر او سوريه له لورې د بدر عملياتو په نامه پيل شوه د جولان له لورې سوريه او د سيناء له لورې مصر راغی ترڅو د (۱۹۶۷) جګړې د تلفاتو جبيره وکړي، په پوره ځواک سره يې اسرائيلو ته ګوزار ورکړ تردې چې د اسرائيلو لومړي وزير (موشه دايان) خپله د ماتې اعتراف وکړ، د اسرائيلو په ماتې امريکا د مصر په نظامي مداخلې انور سادات تهديد کړ او بالاخره اوربند پدې شرط وشو چې اسرائيل به د (۶۷) جګړه کې ټولې اشغال شوې سيمې تخليه کوي .(ژباړن)

[6]- نوموړی د نمسا مشاور ؤ- نمسا د اروپا يو دولت دی، پايتخت يې فينيا نومېږي.(ژباړن)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button