اوبو او انرژۍ وزیر: ایران دې د برېښنا تعرفې راکمې کړي

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور ایران ته په خپل سفر کې، له تهرانه غوښتي چې د برېښنا تعرفې کمې کړي.
ښاغلي منصور له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د برېښنا د خوندیتوب په برخه کې د ایران پر ډېرې همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ایران ته د افغان پلاوي د سفر په اړه وایي: افغان پلاوی د اوبو او انرژۍ د محترم سرپرست په مشرۍ تللی چې په پلاوي کې د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو مسوولانو او د برېښنا شرکت ځیني چارواکي برخه لري. پلاوي د ایران د انرژۍ له وزیر سره په کتنه کې غوښتي چې له افغانستان سره دې د برېښنا غځونې تړون وکړي او همداشان دې افغانستان ته د برېښنا تعرفي راکمې کړي.
تر دې وړاندې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د ایران د کرنې او انرژۍ له وزیرانو سره د کابل او تهران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button