صنعت او سوداګرۍ وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، جلیل عباس جیلاني سره لیدلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپل اېکس یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر حلیل عباس جیلاني سره د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ پر حل خبرې اترې کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیدنې پرمهال، کراچۍ کې د افغان سوداګرو پر بند پاتې توکو، د راستنېدونکو افغانانو د اموالو پر لېږد او نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
تمه کیږي چې سه شنبه د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې ترڅنګ په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو بار کانټرېنرونو د خوشې کېدو پر ستونزوهم له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
یاده دې شي چې د ښاغلي عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د درې اړخیزې غونډې په پار پرون اسلام اباد ته ولاړ.