کابلوف: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو دویمه غونډه ترسره کوي

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ ټاس خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې ویلي چې تمه ده، ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د ځانکړو هیوادونو استازو په ګډون یوه غونډه دایره کړي.
کابلوف زیاتوي چې دوی د افغانستان په اړه د ډېرو نړیوالو پلانونو د جوړولو په حال کې دي.
ښاغلي کابلوف ونه ویل چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ به دا غونډه، کله، چېرته او د کومو هیوادونو د استازو په شتون کې جوړه شي. د دې غونډې په جوړېدو سره به دا د افغانستان د چارو په اړه د ځانګړو هیوادونو دویمه ناسته وي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ جوړیږي.
د افغانستان په چارو کې د روسيې استازي همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سېنيرلي اوغلو د افغانستان په اړه يو راپور چمتو کړى او د دغه هېواد په چارو کې یې د يادو هېوادونو استازو ته وړاندې کړى دى.
افغان دولت لا هم رسما ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button