لښکرګاه کې د اشغالګرو له خوا بمبارشوی روغتون بیا رغول شوی

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): د هلمند مرکز لښکرګاه کې هغه روغتون بیاځلې په اساسي ډول رغول شوی چې پخوا د امریکایي اشغالګرو په یوه بمبار کې ویجاړ شوی و.
د هلمند د روغتیا ریاست څرګندوي چې د صافیانو په نوم دا روغتون په بنسټیز ډول بیا رغول شوی او ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوی دی.
مسوولان زیاتوي چې د یاد روغتون سربېره په هغه ولایت کې د ۳۳ نورو روغتونونو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده دې شي چې دوه کاله وړاندې دا روغتون او د محمد انور خان په نوم یو ښوونځی د امریکایي اشغالګرو په بمبار کې ویجاړ شوي وو.