کابل کې د شرابو جوړولو یوه کارخونه ویجاړه شوه

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومندانۍ په یوه خبر کې وایي چې په کابل ښار کې یې د شرابو د جوړونې یو کارخونه کشف او ویجاړه کړې ده.
ویل کیږي چې دا کارخونه د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند په چارکلا کې کشف او ویجاړه شوې ده.
د لسمې حوزې امنیه قومندانۍ آمر عبدالرحیم اجمل رسنیو ته ویلي چې پرون یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر او همکارانو په مټ د چارکلا اړوند سیمې په عایشې کوڅه کې د شرابو جوړونې یوه کارخونه کشف او ویجاړه کړه.
د یادې کارخونې په تور یو تن حوزې ته بیول شوی او نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button