۴۰۰ بستریز روغتون لومړي ځل لپاره انجیوګرافي او انجیوپلاستي بریالي عملیات ترسره کړل

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې په شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د انجیوګرافي او انجیوپلاستي بریالي عملیات ترسره کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وړاندې لیکي چې د وزارت چارسمبالي او د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد د ځانګړې سپارښتنې او پاملرنې له مخې دا روغتون د عصري او پرمختللیو وسایلو په مټ د لومړي ځل لپاره د تجربه لرونکیو داکترانو له‌ خوا د انجیوګرافي (Angiography )او انجیوپلاستي( Angioplasty)عملیات بریالي ترسره کړل.
ویل کیږي چې دا عملیات د ملي اردو څو سرتېرو ته په وړیا ډول ترسره شول.
یاده دې شي چې دې روغتون تر دې وړاندې د مغزي تومور او مفصلو بریالي عملیات ترسره کړي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button