ترک پولیسو د یوه افغان کډوال د جسد سوځونې په تور دوه کسه نیولي

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): ترکي رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ترکیې د زنګولدک ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې یو افغان کډوال د کار پر مهال مړ شوی، نورو کان کېندونکو یې جسد ځنګل ته وړی او هلته یې اور ورته کړی دی.
د ترکيې پوليسو د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيولي دي.
د ترکیې پولیسو اعلان وکړ چې له شپږو شکمنو کسانو څخه دوه یې، چې د قتل شک پرې کیږي؛ له ځان سره بېولي.
د ۵۰ کلن وزیر محمد مړی د اکتوبر په ۱۹مه د زنګولدک ښار په یوه ځنګله کې د مسافرو له خوا وموندل شو. ویل کیږي چې ده په ناقانونه توګه په هغه کان کې کار کاوه.
تورن کسان اعتراف کوي چې وزیر محمد یې سوځولی. دوی وایي چې دی د کار پرمهال ناروغ شوی، شیمه یې نه درلوده؛ نو د موضوع د پټولو په خاطر یې سوځولی.
لومړنۍ پلټڼې ښيي چې دا افغان په پټرولو سوځول شوی.