ایران په تېرو نهو ورځو کې تر ۲۱ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته استولي

عزم(سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲): د ایران د سرحدي ګارډ یوه قومندان ویلي چې ایراني پوله ساتو ۲۱۴۰۷ هغه افغان کډوال نیولي چې په نا قانوني توګه ایران ته دننه شوي وو.
د سرشمېرنو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۲۸ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو قومندان مجید شجاع پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه کډوال په تېرو ۹ ورځو کې ایران ته ناقانوني ننوتي وو چې له نیونې وروسته یې افغان اړخ ته سپارلي.
یو شمېر ایستل شوي افغانان شکایت کوي چې د استوګنې د رسمي اسنادو د درلودو باوجود هم د هغه هیواد پولیسو نیولي او بېرته یې افغانستان ته رالېږلي دي.
یاده دې شي چې له پاکستان وروسته ایران هغه هیواد دی چې ګڼ افغانان پکې مېشته دي او په دې وروستیو کې یې د شړنې لړۍ چابکه کړې.