د ننګرهار په بهسودو کې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي

د ننګر هار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۳ کسان چې په یو کور کې میلمانه وه د کور ۸ کسان وژلي .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي ، د محمد یوسف په نوم کور کې درې نفره میلمانه وه ، او د محمد یوسف کور له پکتیا نه ۴ کاله وړاندې راغلی وه
د محمد یوسف مور او میرمن ، څلور لورانې او یو زوی وژل شوي
د کور وژل شویو کسانو پسې یې له وژلو وروسته دروازه بنده کړې او ګاونډیانو یې پولیسو ته خبر ور کړی
پېښه د مرزا په سیمه کې رامنځته شوې چارواکې وایي د پېښې پلټنې روانې دي
اصف افغان