دغرب اوروسيي ترمنځ روانه ترينګلتیا

خبیراحمد م

په داسې حال کې چې دروسيی ولسمشر( پوتین ) ددسامبرپه ۱۸ نیټه په خپل کلني لسم مطبوعاتي کنفرانس کې چې ۱۲ سوه ژورنالیستان اوخبري نمایندګان ورته رابلل شوي وي ، په خپلو خبروکې دغرب له لوري دتازه لګیدلواقتصادي بندیزونوپه باب په صراحت وویل چې اروپايي اتحادیه اوامریکا چې څومره اقتصادي تحریمونه پرروسيي ولګوي ، نه به دوي له خپل موقف څخه تیرکړي اونه به هم روسيي ته اوږدمهالي ستونزي جوړي کړي .

له بل لوري داروپايي ټولني په ورستی ناسته کې پریکړه وشوه چې ترهغو به په روسيي روان بندیزونه دوام پیداکړي چې داوکراین له کریمه جزیرې نه روسيي خپل فوځونه نه وي ویستلي .

که څه هم له روسيي سره دامریکااو اواروپا راولاړه شوې خطرناکه شخړه ، داوکراین په سرده ، خو دټولني نوي منشي ( دونالدتاسک ) خبره نوره هم تونده کړه ، چې نه ! اوس داوکراین دجزیرې په سر زمونږ اوروسيي ترمنځ کشمکش اوشخړه نده روانه ، بلکې خبره اوس خپله روسيي ته رسیدلې .

داروپايي ټولنې دبندیزونو دورستی مصوبي له مخې ، لدې ورسته داروپاپه کچه یوشرکت اوموسسه هم اجازه نلري چې په کریمه جزیرې کې پانګونه وکړي اویاهلته خدماتي هڅي پرمخ بیوزي .

دغه ډول مصوبې کې راغلي چې دټولنې په چوکاټ کې موجود شرکتونه اوکمپنیاني بائید هغه اجناس چې وړل یې منع ګرځول شوي له رسولو څخه ډډه وکړي ، دغه راز داروپا بیړی اجازه نلري چې کریمه جزیرې ته داخلي شي اویا دبندرونوپه حدودو کې ایساري شي .

له بلې خوا ، اوباما هم په روسیي دیولړ تازه بندیزونوداجرا امر ورکړی ، هغه ویلي : سره لدې چې په روسيي به دامریکا اقتصادي تحریمونو ډیرموثر نه وي ، خو دوي صرف داخبره په اثبات رسول غواړي چې امریکاله خپلو نړیوالو ملګرو یعني اروپايي ټولنې سره اوږه پراږوه ولاړه اوله هرډول پریکړو یې ملاتړ کوي.

دامریکاولسمشر، په نظامي برخه کې خپل رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې امریکاچمتو ده ترڅوداوکراین دولت ته دکریمه جزیرې دازادولو لپاره بې پیلوټه الوتکي او دټانګونو ضد توغندي ورکړي .

دروسيي دبهرنیو چارو وزارت داروپا اوامریکا دورستیو پریکړو په غبرګون کې ویلي ، چې اوس هغه وخت رارسیدلي چې اروپا په بروکسل په جدي ډول پوه کړل شي ، چې کریمه جزیره او دسواستوپول خلیج ، دروسيي نه بېلیدونکي برخي دي .

له بل اړخه دروسيي ولسمشر پوتین هم ورستیو بندیزونو ته په ځواب کې ویلي چې روسیه ، دیوې داسې پیاوړي امپراطوری په سوچ او هڅو کې ده ، ترڅو نور هیوادونه له اقتصادي سقوط او کمزوری څخه وژغوری او نړئ دامریکا اواروپا دیکه تازی له خپسکۍ نجات ورکړي ، دپوتین په وینا روسیه له امریکا سره په کال کې ۱۱ ملیارده ډالر تجارتي راکړه ورکړه لري ، چې له بندیدوسره یې په روسيي هیڅ منفي اثر نه پریوځي ، همدارنګه اروپادبندیزونوپه وسیله یواځې ۲۰ فیصده دروسيی په اقتصاد بده اغیز غورځولی شي ، چې که روسیه وغواړي د۲ کلونو په اوږدو کې په خپلو مټو اویامتبادلو لارو څخه نوموړې تشه ډکولای شي .

دسیاسي څیړونکواودچارودماهرینو په وینا ، داروپايي ټولني اقتصادي تحریمونه شک نشته چې روسيي ته زیان اړونکي دي ، خوپه کوم شي چې روسیي ته ډاډ ورکوي ، هغه داروپايي ټولني دغړو هیوادونو ترمنځ دروسيي په مقابل کې نه هماهنګي ده ، په خاص ډول المان دټولني هغه پیاوړی هیواد دي چې له روسيي سره اوس هم ژورې اوپخي اقتصادي اړیکي او راکړه ورکړه لري ،همدغه علت دی چې المان دروسيي په مقابل له ډیراحتیاط څخه کار اخلي

دواشنګټن پوست دراپور له مخي الماني شرکتونوتیرکال په روسیه کې ۲۳ بیلونه ډالره پانګونه کړي ، راپور وايی ، تیرکال دالمان اوروسيي ترمنځ دوه اړخیزه تجارت له ۱۰۴ بیلونه ډالروڅخه هم اوښتی و

په دې سربیره ، اروپا دطبعي ګازو، لویه اړتیا له اوکراین څخه اواوکراین یې له روسيي څخه ترلاسه کوي ، که چیرې اروپا خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي ، روسيي کولای شي دګازو په فشار اروپايي ټولنې او اوکراین ته سختې صدمي واړوي .

له بل لوري امریکا په داسې حال کې په روسيی دمستقیم اقتصادي ، فشار چانس او امکانات په لاس کې نلري ، داوکراین موضوع هم دامریکاپه سیاست کې حساس ځای او دیوې بنیادي موضوع په توګه حیثیت نلري ، په عین حال کې امریکا دسوريي په روانه شخړه کې دروسيي موثر رول دیته اړه کړه چې له منافعوسره یې محتاطانه ګام واخلي اوله نظر څخه یې ونه غورځوي .

نوویلای شو ، چې دمګړی ، روسیه ، له کوم لوی اقتصادي بحران او فشار سره نده مخ ، ځکه څومره چې اروپا کولای شي ، روسیه دتحریمونو له لاري زیانمنه او متاثره کړي ، باالمقابل روسیه هم داتوان په لاس کې ویني چې داروپایوشمیر مهم هیوادونه په اقتصادي کچه کمزوري اوبې وسه وګرځوي !!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!