افغان ولس کفر او غربي ډيموکراسي نه غواړي

تل ا شغالګرو ته ماتې ورکونه دافغان ولس داسلامپالني ، مېړاني ، جهاديتوب او غوره اسلامیت نښه او له کفر، غرب پالني، کمونيستي، ډيموکراسي او نورو ناوړه ادیانو او عقیدوڅخه ددوی دکرکي علامه ده او له اشغال سره مقابله کول او په خپل هیواد کي ورسره راغلیو عقیدوته ځای نه ورکول ددې ملت یو نه بېلېدونکی صفت دی.

افغانستان ته اسلام دصحابه وو په وخت یعنی په هغه لومړي وخت کي رسيدلی دی، چي اسلام دافغانانو دبدنونو جز لاینفک ګرځېدلی دی، چي په هیڅ ډول به ورڅخه بیل نه شي.

افغان مجاهد ولس له تیرو ديارلسو کلونو راهیسي دغربي اشغال په مقابل کي خپل مقدس جهاد روان ساتلی دی، دا يوازي دطالبانو او امریکااو د هغوی دغلامانو ترمنځ جګړه نه ده، بلکه دا دافغان مسلمان ولس او غرب ترمنځ جګړه ده، طالبان ددې ولس بچیان دي، چي ولس يې حمایه کوي، مرسته ورسره کوي او اکمالوي يې، دهمدې مرستو، ځان ځاروني برکت دی، چي روان جهاد دبریاپړاو ته رسيدلی دی او دومره قوي شوی دی، چي اروپا، امریکا او ددوی داخلي مزدورانو ته یې ماته ورکړې ده، دهمدې ولس دجهادي مرستو له برکته پلازمینه کابل چي درژيم ټول قوت پکي راټول دی دجګړې لومړۍ لیکه ګرځېدلی دی.

دغرب او کابل رژيم له لوري ډيري هڅي شوي دي، چي ولس او طالب سره بیل کړي، په دې لړ کي تیره ورځ دبشري حقونو دنړیوالي ورځي په مناسبت اشرف غنی په خپلو خبرو کي دغه هڅه تکرار، نوموړی چي وروستیو بریدونو سخت وارخطاکړی، زیات ويرولی اواداره يې ور بې باوره کړې ، په مجاهد ولس اوپه ځانګړې توګه په علماوو چي دملت روح دی او قومي مشرانو غږ وکړ، چي دجهاد په ضد چي نوموړي دترور نوم ورکړ خپل غږ پورته کړي.

اشرف غنی چي دغرب له لوري دخپلي ګوډاګۍ ادارې دمشر په توګه ټاکل شوی دی، له حقيقته دلريتوب او بې فکرۍ په ناروغۍ اخته دی، نوموړی غواړي په خپل کمزوري فکرسره جهاد دمجاهد ولس له لوري وغندل شي، چي یو داسي ناشونی کار دی، چي هيڅکله ممکن کېدلی نه شي، دا یوداسي مثال لري، لکه له یوه مسلمان څخه چي په صافه عقیده پنځه وخته لمونځ کوي وغوښتل شي، چي دلمانځه اداکول وغندي او دغه عمل ناسم وبولي، چي هيڅ شونتیانه لري.

اشرف غنی غواړي ملت دځان ملاتړی وښيي، نوموړی چي دناپوهۍ وروستۍ کچي ته رسېدلی دی، په دې نه پوهیږي، چي دا دیارلس کاله جهادي مقاومت دهمدې ولس په مټ روان دی، هيڅکله داسي شونې نه ده، چي روان جهاد دي دولس له ملاتړه پرته روان وي، بلکه په دې وروستیو کلونو کي خپله درژیم ډیری چارواکي په حقیقت پوه شوي اوله مجاهدینوسره يې خپله هراړخیزه مرسته پيل کړې او اشرف غنی چي د ولس خبره کوي، په دې باید ځان وپوهوي، چي داوروستني فاتحانه بریدونه چي په ده او نورو چارواکو چي يې خوب تښتولی دی، دا دملت او پوهو چارواکو له مرستي پرته نه شی کېدلی.

افغان ولس په دې پوهیږي، چي دامریکااشغال او راتګ اودلته دخپلو مزدورانو او غلامانو ټاکل دوی ته یوازي له وژني، اسلام دښمني او ملت دښمني څخه بل څه نه دي راوړي، په دې هم ملت پوهیږي، چي ترهګر او تروریستان څوک دي، غربیان او ددوی روزل شوي داخلیان دي، چي دشپې په کورونو ورخيژي، په کلیو او کورونو بمبارۍ کوي، افغانان په شهادت رسوي، زندانونو ته ددې خاوري بچیان بیايي او بیاهلته غیرانساني شکنجې ورکوي.

په دې برسېره افغان ولس ته داڅرګنده ده، چي زموږ په هیواد کي د ټولو ناخوالو لامل غربي اشغال او غربي ډيموکراسي ده، ځکه که هیواد اشغال شوی نه وای، هيڅکله به په هیواد کي دغه جګړې نه وای،که په هیواد کي اسلامي قانون نافذ وای اوغربي تپل شوي ډيموکراسي نوای، لکه څنګه چي دغه دټولو مسلمانانو غوښتنه ده، هیڅکله به له دغو حالاتو سره افغانان نه مخ کیدل.

دولس جهادي مبارزه ددې نښه ده، چي دوی کفر نه خوښوي او نه هم په خپل اسلامي هیواد کي غربي ډيموکراسي غواړي اوهیڅکله دولس غولوني هڅي بریالۍ شوي نه دي او نه به هم بريالۍ شي.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!