په افغانستان کې ، د امريکايانو ځاني او مالي تلفات د امريکايانو له نظره

لیکوال: موسی فرهاد

 په ۱۸مه میلادي پیړۍ کې د توماس کین په نوم د انګریزي ژبي یو وتلی ادیب تیر شوی ، چې په غرب کې یې په ډېرو پخو وړاندوینو سره ښه نوم موندلی دی .   توماس د امریکا په اړه یوځل ویلي : ( ځواکمن به ترهغه مهاله بقاء لري ،چې د ناوسه وګړي د زبیښلو تیر وتنه کوي ).   د نوموړي انګریز ادیب توماس وړاندویني پرخپل ځای .

   مګر که سړی خپله تاریخ ته متوجه سي نو ویلای شي چې همیشه د نامسلمانو سترو ځواکونو زوال هغه مهال پیل شوی چې کله یې ظلم ته ملا تړلي . او شکست یې هم د کمزورو قومونو له لاسه خوړلی . د لومړیو پیړیو سپیڅلو غزواتو او د منځنیو پیړیو اسلامي مبارزو ډېرو سترو کفري قدرتونو ته ماتي ورکول یې ښه بیلګي دي .

   داسي ښکاري چې پر افغانستان او عراق باندي او بیا همدا اوس په هرځای کې پر ضعیفو مسلمانانو باندي پرله پسي یرغلونه د امریکا او غربی قدرتونو د زوال وخت دی . ډېري نښي یې څرګندي دي . هغه داچې امریکایان پخپل پوځي ځواک او ډيرو وسائلو باندي غره وو ، او همدا دوه څیزونه یې د یکه تازۍ رمزونه وو ، کله چې یې دغو دواړو آثاثو ته صدمه رسیږي ؛ نو طبعي ده چې له شکست سره به مخ کیږي .

موږ په لاندي کرښو کې د امریکایي یرغلګرو هغه تلفات را شمیرو چې په دې یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان او عراق کې ورته رسیدلي دي او پخپله یې امریکايی سرچیني تائیدوي .

   په 2001م میلادي کال اکتوبر کې امریکا پر افغانستان پوځي یرغل په داسي حال کې پیل کړ چې ترڅنګ یې د نړۍ یو شمېر نور ځواکمن هیوادونه هم ملګري ول . امریکایان په پرمخ تللو وسلو سمبال ، له ډېرو پیسو برخمن او د ځانګړو تربیت شده پوځونو درلودونکي وو ، دوی او ورسره خلکو په لومړي سر کې فکر کاوه چې جګړه به یې وخت نه اخلي او په دې توګه به نو د دوی لګښت ډېر کم وي . پخپله غربي شنونکي هغه مهال هم په دې اند وو چې که جګړه اوږديږي ، نو د امریکا ماتي حتمي ده ځکه چې په دې سره به د امریکا مالي او ځاني خساره دومره شي چې ملا ماتوونکي به وي . اوس چې کتونکي د امریکا حالت ګوري نو داسي ښکاري چې د دوی لومړنی اټکل بیخي ناسم ؤ . ځکه چې جګړه دومره ورباندي اوږده سوه چې یوازي د مرګونو ، زخمونو تلفاتو او بې شمېره مالي لګښتونو په بیه ورته تمامه شوه .

   د امریکا د ځاني او مالي خساري په اړه دوه ډوله احصائيې شته یو داچې په رسمي ډول یې د امریکا پوځ او حکومتي ارګانونه خپروي ، بل د امریکا هغه مدني سازمانونه دي چې د جګړو سره یې د ځینو وجوهاتو پر بنا مخالفت درلود ؛ د هغوی اعداد او شمار کاملاً جدا وي .   مثلاً په افغانستان او عراق کې د امریکا د وژل شوو عسکرو شمېر پینټګان تراوسه (7698) ښیی ، ولي د امریکا د متقاعدو پوځیانو اداره چې څه ناڅه ناحکومتي بلله کیږي ؛ وایې چې د وژل شوو ټوټل شمیره (72600 دوه اویازره شپږسوه تنه ده) همدارنګه د زخمیانو تعداد دپنټاګون په خبره (41030 یوڅلویښت زره دېرش تنه) دی ، مګر د (anti-war) انټي وار په نوم اداره چې په دې نوم ویبپاڼه هم لري ؛ د مجروحینو شمېر (100 سل زره ) یادوي . همدارنګه د امریکا د متقاعدو پوځیانو اداره بیا د زخمیانو تعداد تر دې هم لوړ یعني (600 شپږسوه زره) په دې دلیل ښيي چې وایې ، د امریکا د پوځي قانون له مخي د هغو زخمیانو چې امریکا ته د تداوي او درملني لپاره رسیږي ؛ بودیجه به یې د متقاعدو پوځیانو د ادارې له بودیجې نه بیلیږي . نو په دې استناد هغوی وایی چې تراوسه د(600 شپږسوه زره) شپږلکه زخمیانو درملنه یوازي په امریکا کې شوي ده ، هغه لا بیل دي چې د جګړي پرمهال په همغه سیمه کې تداوي شوي دي .

   د امریکا کانګرس د مالي لګښتونو د انسجام په موخه یوه اداره ګمارلي چې د پوځي او ملکي لګښتونو څارنه وکړي . ویل کیږي چې دغه اداره پخپل کار کې خورا دقیقه ده ، ان داچې د ټولي امریکا یعني حکومت او ولس ټول عائدات او لګښتونه په داسي شکل څاري چې د هر ساعت د عائد او لګښت دَرَک لګوي او سره مقایسه کوي یې . د بیلګي په توګه دغه اداره وایي : چې له 2001 م کال نه تراوسه پوري په هر یوه ساعت کې د امریکا حکومت ($10.54 million )لس اعشاريه څلور پنځوس میلیونه ډالر خرچ کوي . چې 80٪ پرجګړو لګیږي او دا ټولي پیسي یوازي له هغو ټیکسونو او ګمرکي مالیاتو مصرفیږي چې د امریکا ولس یې حکومت ته ورکوي . یعني څوارلس کاله هره ورځ او شپه په هر ساعت کې د امریکا حکومت د خپلو خلکو له ټیکسونو او مالیو څخه لس میلیونه او څلورپنځوس لکه ډالر مصرفوي . که دا ټول سره ضرب کړای سي خورا لوړ لګښت دی چې دا دنړۍ په تاریخ کې ډېر ملاماتوونکي مصارف ګڼل کیږي .

د کانګرس د مالي تحقیقاتو اداره وایي چې : د 11م ستمبر 2001 کال نه تر 2010 م کال پوري د افغانستان او عراق د جګړو لپاره منظورشده تخصیص (3- ټریلیونه 291 ملیارد) ډالره دی . یعنی ( 3000 زره 291 دوه سوه یو نوي میلیارد ډالره)   دغه شمېره د فرانسې یوې ورځپاڼې (لوفیگارو) هم تائید کړي ده . نوموړې ورځپاڼي په (/10/ 4 / 2008) کې د (جګړې ریښتیني خساره) ترسرلیک لاندي د یوه کتاب خلاصه نشر کړه چې په هغه کې ارقام او مدارک ټول مستند بلل شوي دي .

   د (العرب نیوز) ویبپاڼې د تحقیقاتي څانګي مشر عبدالمنعم ؛ لیکي چې د شته ارقامو او هغو مدارکو په آساس چې له امریکایي څانګو نه ترلاسه شوي ؛ تراوسه په افغانستان او عراق کې د امریکا (6 لکه) مهم جنګي وسائط او تجهیزات په مکمل ډول له مینځه تللي ، تر (1 -میلیون) زیات عسکر یې مړه ، زخمیان ، معیوب او په رواني ناروغیو اخته شوي دي .

   د الکفاح عربي اونیزي پخپل یوه مفصل راپور کې د کانګرس د یوه تن جیمس مک گفرن په حواله لیکي چې امریکا هره ورځ (246) میلیون ډالره د افغانستان او عراق په جګړه کې خساره کړي ده . یعني داچې امریکا ته په هره یوه ثانیه کې (2 زره 847 اته سوه اوه څلویښت) ډالره نقصان رسیږي . دغه راپور د یادي منبع له خولي زیاتوي چې د امریکايي پوځیانو ، ملکي قراردادیانو ، دیپلوماتانو ، مزدورانو ، سیاحانو او نورو … ټولو د مړیني شمېره تر (10000) لس زره پورته ده . البته نوموړي دا خبره په (2007م) کال کې کړي وه . چې په دې توګه نو په راوروسته کلونو کې د تلفاتو شمېره دوه چنده اټکل کیدای شي .

   د امریکا د مرکزي بانک د شمیرو له مخي : د امریکا ملي قرضه یعني هغه پورونه چې د امریکا له ټولي ملي بودیجي نه غوښتونکي دي ؛ تر جګړو مخکي یوازي (16میلیارد ډالره) وه ولي اوس (1700 اوه لس سوه) میلیارد ډالرو ته پورته شوي ده . ملي بودیجي ته یې روزانه (2.65) ملیارد ډالره نقصان رسیږي . له 2008م کال نه د (7 میلیونو) متقاعد مامورینو میاشتنۍ تنخواګاني بندي شوي دي . ویل کیږي چې امریکا اوس په میاشت کې (85) ملیارد ډالره نوټونه چاپوي. چې دا هم پر اقتصاد ډېره ناوړه اغیزه کولای شي . له امریکا څخه په نژدې راتلونکي کې لاندي قرضونه غوښتونکي دي : جاپان (586) میلیارد ډالره ، چین (400) میلیارد ډالره انګلستان (244) میلیارد ډالره ، سعودي عربستان او نور هغه نفت لرونکي هیوادونه (123) ملیارد ډالره ورنه غواړي .

   یوه څیړنه چې د امریکا د 20 لومړی درجه کارپوهانو له لوري ترسره شوي ؛ وایی چې له یوې خوا د امریکايي پوځیانو او اتباعو د وژني دقیق شمېر لا هم تراوسه مبهم پاتي دی ، یعني د پینټاګان په اوسنیو شمیرو باور نلري . او له بلي خوا په ټریلینونو ډالره تاوان امریکا ته رسیدلی دی . د دې ډلي ګډون وال سناتور Bob Corker چې د جمهوري غوښتونکو د ګوندغړی او د تنسي ایالت اوسيدونکی دی ؛ وایی : د القاعده (19) تنو د څلور یا پنځه سوه زره ډالرو په لګولو سره د (11/9) پیښه ترسره کړه ، څه دپاسه (3000) کسان یې ووژل ، له ( 700/ تر / 1000) میلیارد ډالرو مالي تاوان یې ورساوه . مګر وروسته تردې چې امریکا پر افغانستان ، عراق او القاعده باندي برید پیل کړ ، د جنګ له ابتداء نه تر ننه پوري مو د (11/9) د پیښې نه څلور چنده ځاني او مالي نقصان برداشت کړ .

یوه بله امریکايي اداره د امریکا د مالي خساري احصائیه په دې توګه په لاندي جدولونو کې ښيی :

یعني په هر ساعت کې د امریکا د ټیکس ورکوونکو له مالیې نه د امریکا حکومت پر جګړو څومره مصرف کوي ، تاسو یې کتلی شي

 

خلاصه داچې امریکا د ناجایزه یرغل په پایله کې څه ترلاسه کړل :

۱ –   د یولسم ستمبر د 3 زره مړو ، او څه د پاسه 10 زره میلیارد ډالره مالي خساري پرته :

2 – له دوه زرم کال نه تراوسه په افغانستان او عراق کې (1میلیون) عسکر مړه ، زخميان ، معیوب او رواني ناروغان .

3 – په جګړو کې یې تراوسه 6 لکه مهم پوځي وسائط او تجهیزات تباه .

4 – د جګړې لګښت یې تر 3 ټریلیونه او 291 میلیارد ډالرو ور اوړي .

5 –   د امریکا د قرضونو حجم له (16میلیارد ډالرو) نه (1700 اوه لس سوه) ته زیات شوی دی .

6 – له دوه زره اتم کال نه د (70 میلیونو) متقاعدو پوځي او ملکي مامورانو تنخواګاني ځنډیدلي دي .

7 – لاهم د دوی یرغل او جګړه پرته له کومي مشخصي پایلي جریان لري . ورځني تلفات اومالي خساره یې ورځ تربلي زیاتیږي . چې بالاخره به له ډېر حیرانوونکي ، ذلیل سره شکست سره مخ کیږي . انشاء الله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button