د شلګر د اربکیانو دریای غم ساحل ندارد
لیکنه: حسان شلګری
پخوانو به ویل ګر غم نداری بُز بخر ، ددې متل اوسنی ایډیشن داسې دی چې که غم ته دې زړه کیږي نو دطالبانو بدي وکړه چې په غمو دې ټنډ کړي.
پتې تاروخیل د پکتیکا یو سرټمبه کومندان ؤ چې نه شورویانو، نه ګلم جمو او نه هم مجاهدینو تسلیم کړی ؤ، خو چې وار دطالبانو راغی پتې د خپل پاټک رسۍ راټوله کړه ، او ویې ویل چې مات یم، ځکه له داسې فرقې سره مخ سوم چې نه یې قام را معلوم دی نه قبیل، نه یي سر سته او نه پای، که په بدي ورسره ککړ شم نو معنی یي داده چې له هر کلي، هر جومات، او هر مسلمان سره مې بدي شوه، په خدای که بیا په تاترین کې هم ترې خلاص شم.
د غزني شلګر دافغانستان د بلې هرې سیمې غوندې له ډیر پخوا چرسیان او لوپران لرل، څوک د ایران مسافریو چرسیان کړي وو او څوک د کراچۍ، کوټې او بولدک نانوایي ګانو، دغو شلګر یو شمیر لوپرانوته د هیواد د نورو سیمو د چرسي مخلوق غوندې هغه وخت د خدای غضب وشو چې له مجاهدینو/طالبانو سره په بلا ککړ شول او د اربکیانو ملیشه یي ټوپکې یې اوږو ته واچولې، هماغه ورځ شوه چې په چرسیانو د مرګ ټوغکی ګډ شو، او داسې یې پرېبل چې ښایي چرسیان یې په خپل تاریخ کې ساری ونه مومي.
په شلګر کې د میري او خانانو دوه هدیرې یوازې د هغو اربکیانو لپاره جوړې سوي چې کورونه یي دطالبانو په سیمو کې دي او د خپلو هدیرو دید پرې حرام شوی، دغې هدیرې د اربکیانو له پیدا کیدو سره په یوه کال کې دومرې پراخې شوي چې پخوا په ټول انقلاب کې دومرې نه وې پراخې شوې ، چې ورشې ته به وایي د جشن مراسم دي، د اربکیانو په قبرو دولتي بیرغونو او دوسمالونو سم اتڼ اچولی وي.
په شلګر کې د طالبانو یو ډلګۍ مشر ده، نوم یې نه اخلم، ته به وایي خدای پاک ددې لپاره پیدا کړی چې اربکیان پرې برباد کړي، داسې نصیب یې دی چې هسې هوایي ډز وکړي هم نو چیرې به یو اربکی ورباندې لګیدلی وي، وړم کال یي دوه ځله په اربکیانو داسې چاپې ووهلې چې بسته پوستې یې ورختمې کړې، یکه دوکه اربکیان ډزول خو یي نو دورځې خبره ده.
تیره شپه ددغه طالب مشر ملګرو د شلګر په ګنډهیر کې اربکیانو ته کمین نیولی او د اربکیانو د یوه مشر ولي مامد په شمول یي ټول ۷ تنه د مرګ په خوب ویده کړي دي، په ګنډهیر کې د ولي مامد وژل کیدل د اربکیانو په لنډه تنګه پاچاهي باندې د طالبانو داسې تعرض دی لکه په ارګ کې چې اشرف غني ووژل شي، همدا ګنډهیر د دوی مرکزي او د نشأت نقطه ده د ولي مامد په اړه ویل کیږي، چې د پاخه عمر یو لوده او وحشي انسان و، نوموړي د غزني وتلی عالم او خطیب مولوي ذبیح الله زهیر د سهار د جماعت له منځه ایستلی او وروسته په سخت ظلم شهید کړی و.
ولي مامد د شلګر یو کم عمره طالب چې د طالبانو د ملاتړ په تور یي نیولی و، لومړی یې غوږونه ترې غوڅ کړي و او وروسته یې د اربکیانو هدیرې ته بیولی و د اربکیانو تر قبرونو یې ګرځولی و او وروسته یې په ډیره بي رحمۍ ضربه کړی و، ولي مامد چې په سیمه کې د یوې پوستې قومندان و وروڼه او زامن یې هم اربکیان دي چې په فحشاء او قساوت کې نوم لري د ار بکیانو د سیمې خلک وایي چې اوس د پخوا غوندې په ژمي د ایران او پاکستان مسافریو ته خلک نه شي تللی، ځکه اربکیانو د خلکو کورونو ته اوړي او بې دفاع میرمنو ته بي پتۍ اړوي نو ځکه په هر کور کې سروکال د نارینه وو شتون یو ضرورت ګرځیدلی.
د وړم کال او تیر کال د اربکیانو د ډلییزو وژنو غوندې سږ کال هم ددغه بدمرغه بوټي ورکېدل پیل شوي دي، په تیرو دوو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې اربکیان دشلګر په ناوه کې په جمعي شکل له منځي ځي، وړمه شپه د دهیک په علم کلا کې شپږ تنه اربکیان په خپله پوسته کې وژل شوي و، تر دې وړاندې هم په شلګر کې د یوې پوستې ۱۵ اربکیان په یوځای له منځي تللي وو.
د شلګر د اربکیانو دغه بیدریغه وژنې که له یوې خوا ددوی لپاره جزاء من جنس العمل ده، له بلې خوا د دوی سابقې او نسبي تړاو ته په پام سره د تأسف وړ هم دي، کاش د وطن دغو بیلاري زلمیانو ځانونه داسې مرګ ته نه وای برابر کړي، دغه اربکیان چې اوس هدیرې ورباندې ډکې دي څلور کاله پخوا بې غرضه خلک و، خو یو شمیر جګړه مارو شریرو انسانانو د خپلو منافعو لپاره ترې ګوتې لاندې کړې، او د ملي پاڅون په پوچو تبلیغاتو او منافقانه چکچکو یې د خپلې سیمې مجاهدو وروڼو ته ورمخامخ کړل.
په پیل کې یې څو ورځې ښې چکچکې ورته وهلې، ازادۍ ، بي بي سي او طلوع ټیلویزون ورباندې دم په دم راپورونه نشرول ،یو شمیر کابل میشتو شیطانانو هم د ملي پاڅون دروغجنې سندرې ورته غږولې، ترڅو یي دغه غولیدلي زلمکیان په ټوله معنی د طالبانو او د شلګر له عام اولس سره په ګریوان کې واچول، کله چې اربکیانو د خپل اولس دښمني په غاړه واخیسته نو له پیټرایس نیولې، بیا تر لونګ فیضان او فیسبوکي کابل میشتو رنډیو پورې ټول ترې کرار کیناستل، اوس دادی د شلګر اربکیان درځن درځن وژل کیږي، خو د ملي پاڅون ډولک وهونکي یي حتی خبر هم نه اخلي .
نن سبا چې د شلګر اربکیان ټولی ټولی تر تیغ تیریږي، هیڅوک پسې سر نه ګرځوي، ډیويډ پیټراییس له خپلې ګرل فرینډ سره غم غلطوي، اسد الله خالد د خپلو بایللو تُشلو غم اخیستی، لونګ فیضان او جبار شلګری د عین او غین په تخرګ ننوتي، د شلګر فیسبوکي رنډۍ په کابل کې په تودو بړستنو کې پوندې دموي، د ازادۍ، بي بي سي، تاند، نیویارک ټایمز او امریکا غږ غوندې رسنۍ چې د ملي پاڅون سریندې یي غږولې، په نورو موضوعاتو بوختې دي او هیڅوک هم حاضر نه دي چې د شلګر د مرګ ته منتظرو اربکیانو پوښتنه وکړي.
د شلګر اربکیان د ډولک غوندې له دواړو خواوو دربیږي، له یوې خوا یي طالبان ژوندي نه پریږدي، له بلې خوا یي پروني ملاتړي او ګوتماران ورسره جفا کوي او د طالبانو مقابلې ته یې تنها پرې ایښي، نه خو ورته څوک معاش رسوي، نه یي اکمالات کیږي او نه یې هم د مرګ او ژوند خبر اخیستل کیږي.
رښتیا چې د کفر او نفاق دوستي سخته نیمګړې او نامراده ده.